د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۷

افغانستان

چارواکي: په لوګر کې هوایي برید ۷ وسله وال طالبان وژلي

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه ناټو هوايي ځواکونو د لوګر ولايت بره کي برک ولسوالۍ د پندي په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی چې په پایله کې یې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

په لوګر کې د څلورمې پلى لوا رسنيز دفتر ازادي راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د وسله والو یوه عراده سراچه موټر او موټرسایکل هم له منځه وړل شوي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې تراوسه ۵۲ ملکیان وژل شوي

پر ننګرهار د پاکستان برید
پر ننګرهار د پاکستان برید

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوه ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړ او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.

نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستانی پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ او ۱۴ نور نیمه تخریب شوي دي.

خو پاکستان په دې نښتو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي هغه چې د پاکستان د ادعا له مخې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره استعمالوي، خو د طالبانو حکومت دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړي دي.

پر کندهار او کونړ د پاکستان مرګوني بریدونه، ۱۴ ملکیان وژل شوي، طالبان وایي ځواب یې ورکړی

د افغانستان او پاکستان شخړې
د افغانستان او پاکستان شخړې

طالب چارواکي وایي، پر کندهار او کونړ د پاکستان د تیرې شپې په هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په تخته پل کې د اخراج شویو کډوالو پر کمپ بمباري شوې ده.

د هغه په خبره دغې پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ بیا توغندیز بریدونه شوي چې دواړه ځایه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې پرون په پکتیکا او خوست کې هم د پاکستاني الوتکو د بریدونو خبرونه خپاره شول.

طالب چارواکي وایي، هلته ۱۹ ملکیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوی هم تېره شپه پر پاکستان ځوابي بریدونه کړي او په وینا یې میرانشا او سپین وام کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات ویشتلي او هغه لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران له افغانستان سره د اورګاډي له لارې د سوداګرۍ د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي

د هرات- خواف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ (آرشیف)
د هرات- خواف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ (آرشیف)

ایراني چارواکي وايي د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د تجارتي راکړې ورکړې کچه اولس ځلې زیاته شوې ده.

مهر دولتي خبري آژانس پرون جمعه (د کب ۸مه) د ایران د اورګاډي د ادارې دبهرنۍ سوداګرۍ د څانګې د مشر شهریار نقي زاده له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د تېر ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د روان ۲۰۲۶ کال تر فبروري میاشتې پورې له افغانستانه شاوخوا ۶۵۰ زره ټن توکي د اورګاډي په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو د انتقال کچه به د روان لمریز کال ترپایه ۷۵۰ زره ټنو ته ورسېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه بندې شوې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو نښتې وکړې. له هغه وروسته له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی.

د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحد کې د سرحدي نښو د ایښودلو چارې پیل شوې

د ایران او طالبانو چارواکي په ګډ سرحد کې د سرحدي نښو د ایښودلو پرمهال
د ایران او طالبانو چارواکي په ګډ سرحد کې د سرحدي نښو د ایښودلو پرمهال

د طالبانو حکومت د هرات په اسلام کلا کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښو د عملي چارو د پیل خبر ورکوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د دې وزارت د سرحدي چارو د تثبیت د کمیسیون اړوند تخنیکي کمیټې تېره ورځ د هرات ولایت په اسلام کلا کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو په شتون کې عملا د سرحدي نښو د نوي کولو چارې پیل کړې.

نژدې یو کال مخکې افغانستان ته د ایران د بهرنیوچارو د وزیر عباس عراقچي د سفر پرمهال د ایران د کورنیوچارو وزارت امنیتي مرستیال د سرحدي کرښو د ټاکلو پرسر له طالبانو سره د اختلافونو خبر ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د وزارت په بیان کې د کوم اختلاف یادونه نه ده شوې خو ویل شوي دي چې افغان او ایراني تخنیکي ټیمونه په پام کې لري د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړ سرحد نښې او علامې ټولې نوې کړي.

طالبان وايي چې سرتېرو یې بیا په خوست کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان پوستې په نښه کړې

د پاکستان جنګي الوتکو پرون تورخم ته نژدې د شمشاد پر غره بمونه وغورځول
د پاکستان جنګي الوتکو پرون تورخم ته نژدې د شمشاد پر غره بمونه وغورځول

د طالبانو حکومت وايي، ځواکونو یې یوځل بیا په خوست ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو حملې کړې دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون جمعه ناوخته د دې حملو خبر ورکړ.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان د پوځ کشفي الوتکو د ورځې په ترڅ کې د افغانستان پرسر الوتنې کولې.

له دې مخکې پاکستاني جنګي جټ الوتکو په کابل او کندهار کې یولړ اهداف په نښه کړي وو.

د طالبانو حکومت ویلي دي چې د دې نښتو له پیله تراوسه ۵۵ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي او د طالبانو ۱۳ ځواکونه وژل شوي.

خو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال احمد شریف چودري ویلي چې د پاکستاني لوري په حملو کې ۲۷۴ طالبان او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

آزادي راډیو له خپل لوري د مرګ ژوبلې دا ادعاوې نه شي تاییدولای.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر: وضعیت له نژدې څاري، امریکایان دې افغانستان ته سفر نه کوي

ډان براون، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر
ډان براون، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي " د طالبانو او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې جګړې خبر دي" او په خبره یې وضعیت له نژدې څاري.

ډان براون چې دفتر یې په دوحه کې دی دا څرګندونې نن جمعه ( د کب ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه کړي دي.

نوموړي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغسې وضعیت کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د سفر د بندیز په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د کورنۍ نارامۍ، جرمونو، ترهګرۍ ، توقیف او اختطاف خطرونه شته دي.

پر امریکا سربیره د قطر، ایران، سعودي عربستان ، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو او ډيپلوماتانو له دواړو لورو د زغم او جوړجاړي غوښتنه کړې.

د افغانستان او پاکستان چارواکو خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې معلومات ورکړي

د افغانستان او پاکستان پوځي شخړه
د افغانستان او پاکستان پوځي شخړه

د پاکستان پوځ وايي چې افغانستان کې یې هوايی بریدونو کې ۲۲ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

رویترز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري له قوله رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي له تیرې شپې راهیسې په نښتو کې لږترلږه ۱۲ پاکستاني عسکر او ۲۷۴ طالب جنګیالي وژل شوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دتیرې شپې په ۴ ساعته جګړه کې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او د ځینو جسدونه ددوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي او یوشمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.

طالبان وايی په دغو نښتو کې ددوی ۱۳ جنګیالي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تېرې شپې له نښتو وروسته وضعیت ارام دی

د دیورند کرښې په اوږدو کې په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د چهارشنبې د ماښام له نښتو وروسته وضعیت ارام دی.

د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالي کې قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل چې پرون (چهارشنبې) د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر دیورند کرښه نښتې وشوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. همداراز د ننګرهار په مومند درې ولسوالي او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې هم د دیورند کرښې په اوږدو کې نښتې شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویندوی وحیدالله محمدي تایید کړه چې نښتې تایید کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه بیا زیات شو چې د یکشنبې په ورځ پاکستاني الوتکو په ننګرهار او پکتییکا کې بمبارۍ وکړې او د ملګروملتو په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ ملکیان ووژل شول.

جاپان یو وار بیا له افغانستان سره بشري مرسته اعلان کړه

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونسیف نن اعلان وکړ چې جاپان د ۴.۴ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې ده، او په دې پیسو به شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته، چې نیمایي یې ماشومان دي، ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې شي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې بشري کړکېچونه او جبري کډوالۍ زیاتې شوې دي.

یونیسف تایید کړې چې د جاپان له لوري ورکړل شوې دا ۴.۴ میلیون ډالره به د افغانستان هغو خلکو ته د بیړنیو او حیاتي خدمتونو په برابرولو ولګول شي چې د طبیعي پېښو او بیړنیو حالاتو له امله زیانمن شوي دي.

د دې بودجې له لارې به مستقیم ډول ۶۰ زره کسانو ته مرسته ورسېږي، چې له دې ډلې به کابو ۳۰ زره ماشومان د روغتیا، تغذیې او ساتنې مهم خدمات تر لاسه کړي.

په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲.۸ میلیونه زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. دې چارې پر بشري مرستو او خدمتونو لا زیات فشار راوستی دی.

پرله‌پسې کړکېچونو د افغانستان د ماشومانو د ساتنې سیستمونه کمزوري کړي دي. د یونیسف د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر نوومبر پورې یوازې یا له کورنیو بېل شوي ۱۳ زره ۸۹ ماشومان پېژندل شوي، چې دا د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د رسنیو د ازادۍ نړیوالو ډلو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان خبریالانو نیونې ودروي

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالو ډلو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو نیول او شړل سمدستي ودروي، او خبرداری یې ورکړی چې که هغوی بېرته واستول شي، له جدي ګواښونو سره به مخامخ شي.

د رسنیو د ازادۍ او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو یوه ائتلاف د چهارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په یوه لیک کې د هغو افغان خبریالانو د نیولو او ایستلو د سملاسي درولو غوښتنه کړې چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي.

په لیک کې د وروستیو نیونو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه څرګنده شوې ده.

د لیک لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې په زوره ستنول، دا خبریالان د نیول کېدو، تاوتریخوالي او ان د مرګ له خطر سره مخامخولی شي.

دغو بنسټونو له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې د نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي او د کډوالو او له خطر سره مخ رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیونې او ایستنې زیاتې کړي دي، چې له امله یې تر دې دمه زرګونه افغانان نیول شوي یا ایستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېر یوه کال کې له ایران او پاکستان څخه تر درې میلیونه ډېر افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي، چې ډېری یې په زوره ایستل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG