د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

یو شمېر افغان سیاسیون: د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې باید له سره پیل شي


د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د خبرو یو پړاو.
د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې د خبرو یو پړاو.

یو شمېر افغان سیاسیون وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې باید له سره پیل شي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه مذاکرات لغوه کړل، د دغو سیاسیونو ځینو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۸» ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لغوه کول، تېروتنه بولي.

پخواني جهادي مشر او د جمعیت اسلامي ګوند غړی محمد اسماعیل خان وایي، جګړه په جګړې نه‌ختمېږي، اړتیا ده چې د سولې خبرې اترې بېرته پیل شي.

پخواني جهادي مشر او د جمعیت اسلامي ګوند غړی محمد اسماعیل خان؛ "دا یوه تېروتنه وه او د امریکا حکومت به‌یې بېرته جبران کړي"
پخواني جهادي مشر او د جمعیت اسلامي ګوند غړی محمد اسماعیل خان؛ "دا یوه تېروتنه وه او د امریکا حکومت به‌یې بېرته جبران کړي"

ښاغلی اسماعیل خان زیاتوي: "په زور او جګړه سوله نه‌شي راتلی زه فکر کوم دا ناممکنه ده چې د سولې مذاکرات دې له سره پیل نه‌شي، زه په دې بارو یم چې دا یوه تېروتنه وه او د امریکا حکومت به‌یې بېرته جبران کړي او د سولې خبرې بېرته پیل کړي."

د افغانستان د انقلاب اسلامي حرکت مشر او پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین هم وایي چې له طالبانو سره بین‌الافغاني مذاکرات به خامخا کېږي، خو که له امریکا سره هوکړه ونه‌شي، سوله اسانه نه‌ده.

د افغانستان د انقلاب اسلامي حرکت مشر او پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین؛ "دلته د امریکا حضور د جګړې دوام دی"
د افغانستان د انقلاب اسلامي حرکت مشر او پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین؛ "دلته د امریکا حضور د جګړې دوام دی"

ښاغلی قلم‌الدین وايي: "بین‌الافغاني مذاکرات خو ضروري دي او د مسئلې حل هم له همدې لارې کېدای شي، خو د مسئلې اصلي لوبغاړی امریکا ده، دلته د امریکا حضور د جګړې دوام دی، تر هغه چې د هغو حضور له دې ځای نه ختم نه‌شي او له امریکا سره هوکړه ونه‌شي، دلته د سولې راتګ اسانه کار نه‌دی."

د دې ترڅنګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني چې د شهید اوونۍ په مناسبت غونډه کې خبرې کولې موضوع ته په اشارې سره وویل: "سره له دې چې د سولې په برخه کې په تېرو ۱۸ کلونو کې پراخ نړیوال امکانات موجود وو، خو لا هم د هېواد وضعیت د کړکېچ په لوري روان دی او هېڅ‌څوک د سولې او انتخاباتو د لومړیتوب په اړه نه‌پوهېږي."

د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني؛ "لا هم د هېواد وضعیت د کړکېچ په لوري روان دی"
د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني؛ "لا هم د هېواد وضعیت د کړکېچ په لوري روان دی"

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو له مشرانو سره خبرې یې وروسته له هغې لغوه کړې چې په کابل کې د دغې ډلې په موټر بم حمله کې د یوه امریکايي په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دغه اعلان وروسته، افغان حکومت وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو جدي نواقص لرل او د وروستۍ کېدو په صروت کې به‌یې هم ناوړه پایلې درلودلې.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، تر هغه چې طالبان اوربند او افغان وژنه بس نه‌کړي، په دې هېواد کې به دوامداره سوله رانه‌شي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي؛ طالبان چې اوربند او افغان وژنه بس نه‌کړي، دوامداره سوله به رانه‌شي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي؛ طالبان چې اوربند او افغان وژنه بس نه‌کړي، دوامداره سوله به رانه‌شي.

له دې سره د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وایي چې طالبانو سره د جګړې فکر موجود دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، دا هغه څه دي چې د هېواد او نړۍ له حالاتو سره برابر نه‌دي: "زه د طالبانو روحي او رواني جوړښت د سولې د مذاکراتو لپاره مساعد نه‌بولم، د هغوی ایدیولوژي چې کومه ده، په هغه کې سوله نه، بلکې جګړه مطرح ده، هغه څه چې د افغانستان او نړۍ د اوسنیو شرایطو لپاره مساعد نه‌دي."

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي غړی طائر ځلاند د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان سولې یوازنۍ لار بین‌الافغاني مذاکرات دي.

ښاغلی ځلاند وايي: "موږ په دې نظر یو چې په افغانستان کې هغه وخت تلپاتې او باعزته سوله راتلی شي چې وسله‌وال طالبان د افغانانو له وژلو لاس واخلي، اوربند ته غاړه کېږدي او له دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل چې د یو کال په ترڅ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه مذاکرات بریالي وو، خو که دغه مسئله په سوله‌ییزه لاره حل نه‌شي، امریکا به ملامته وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون (یکشنبه) فاکس نیوز ټلوېزیون ته ویلي چې اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې خپل چلند بدل کړي، خو ویې نه‌ویل چې ایا له طالبانو سره به خبرې بیا پیل شي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو؛ "اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې خپل چلند بدل کړي"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو؛ "اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې خپل چلند بدل کړي"

خو دلته په افغانستان کې عام باور دا دی چې تر څو راتلونکو ورځو به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه بدله شي او بیا به د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG