د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد واشنګټن ته وربللی


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، طالبان د کابل په ډيپلوماتیکه سیمه کې په موټربم برید سره چې یو امریکايي پوځي هم پکې ووژل شو، له حده واوښتل او دا د دې سبب شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په کمپ ډیویډ کې د افغانستان د سولې پلان شوې خبرې لغوه کړي.

پامپیو پرون (یکشنبه، وږي ۱۷مه) فاکس نیوز تلویزیون ته وویل، اوس دا په طالبانو پورې تړلې ده چې خپل چلند بدل کړي، خو ویې نه ویل چې ایا له طالبانو سره به خبرې بیا پیل شي او که نه.

مخکې پامپیو ته نژدې کسانو ویلي وو چې دی چمتو نه دی له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکا او طالبان موافقې ته نژدې شوي وو.

ده وویل: موږ حقیقي پرمختګ کړی و، خو په پای کې طالبان له حده واوښتل. دوی هېره کړه چې امریکا تل د خپلو ګټو دفاع کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

ښاغلي پامپیو زیاته کړه، طالبان د یو شمېر کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلل، له همدې کبله ولسمشر ټرمپ وویل چې دا موافقه نه کوي او له هغه چا سره همکاري نه شي کولی چې پر خپلو ژمنو درېدای نه شي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ کابل کې د طالبانو د پنجشنبې ورځې تر ځانمرګي برید وروسته له طالبانو سره لیدنه لغوه کړه او د سولې خبرې یې ودرولې په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

په پام کې وه ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډیویډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز په جدا ډول له ولسمشر اشرف غني سره وویني.

طالبانو په خپل لومړني رسمي غبرګون کې وویل، د امریکا د ولسمشر دغه پرېکړه به تر هرچا ډېر تاوان پخپله امریکا ته واړوي، "اعتبار به یې زیانمند کړي، مالي او ځاني تلفات به ډېر او په سیاسي تعامل کې به د امریکا رول متزلزل وښيي."

طالبانو په خپله اعلامیه کې وویل، د موافقې تر لاسلیک مخکې له مذاکراتو وتل امریکايي لوري کې د "حوصلې او تجربې نشتوالي" څرګندونه کوي.

طالبانو ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پامپیو د کابل د پنجشنبې ورځې برید ته په اشارې وویل، دا د سولې خبرو پرمهال لومړنی برید نه و.

د کابل د پنجشنبې د ورځې د برید یو انځور
د کابل د پنجشنبې د ورځې د برید یو انځور

ښاغلي پامپیو په عین حال کې منلې چې امریکا به هم پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی او دده په خبره یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات طالبان په جګړو کې وژل شوي دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پر حملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو هم بریدونه وکړل.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیله لري چې "طالبان به پر هغه څه بیا ودرېږي چې له میاشتو – میاشتو راهیسې موږ له دوی سره پرې خبرې کوو".

ده په دې اړه چې امریکا به له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي او که نه، وویل: "موږ سفیر زلمی خلیلزاد بېرته واشنګټن ته رابللی چې په دې غور پیل کړو چې څه ډول وړاندې ګام واخلو، فکر کوم چې ولسمشر به وروستۍ پرېکړه وکړي"

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

پامپیو زیاته کړه: "دا به د یو لړ خبرواترو له لارې حل شي. زه هیله لرم چې طالبان به د افغانستان له حکومت سره وویني"

طالبانو پرون وویل چې دوی د سپتامبر میاشتې په ۲۳مه بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شوي وو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې په وروستیو هلوځلو کې د خنډ پړه پر طالبانو واچوله او ویې ویل چې د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي ددغو خبرو درېدو لامل دی.

ولسمشر اشرف غنی ویلي، له طالبانو سره هغه مهال سوله کېداي شي چې تاوتریخوالی ودرول شي.

ارګ په خپله اعلامیه کې د سپټمبر د ۲۸مې په ولسمشریزو ټینګار وکړ ترڅو د حکومت په خبره، د ټاکنو له لارې یو قوي، قانوني او مشروع حکومت رامنځته شي او د سولې روان بهیر په بشپړ دقت او تدبیر مخته یوسي.

XS
SM
MD
LG