د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

ډونالد ترمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.

ټرمپ وايي، د طالبانو له مشرانو سره خبرې یې وروسته له هغې لغوه کړې چې په کابل کې د دغې ډلې په برید کې، د یوه امریکايي په شمول ۱۲ تنه ووژل شول.

د امریکا ولسمشر په خپل ټویټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره وايي، غوښتل‎یې نن یکشنبه د سپټمبر اتمه، په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.

ډونالد ټرمپ دغه‎راز ویلي چې غوښتل‎یې د افغانستان له ولسمشر سره هم وویني.

خو د ټرمپ په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د پنجشنبې ورځې د برید مسؤلیت واخیست، له دغې ډلې سره‎یې لیدنه لغوه کړه.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ ویلي دي، که طالبان په یوه حساس وخت کې اوربند ته غاړه نه‎ږدي او په بدل کې یې ۱۲ ملکیان وژني، هغوی په هر صورت کې دغه وړتیا نه‎لري چې د یوې هوکړې لپاره هر اړخیزې خبرې اترې مخ ته یوسي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د حملې سربېره، د اوونۍ په اوږدو کې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

په کابل کې د یوه برید د ځای یو انځور
په کابل کې د یوه برید د ځای یو انځور

په کابل کې د پنجشنبې ورځې په برید کې، یو امریکايي سرتېری هم ووژل شو چې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې د امریکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.

د طالبانو له خوا دغه حملې داسې مهال زیاتې شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطرکې له طالبانو سره د نهو پړاونو خبرو په نتیجه کې یوې هوکړې ته رسېدلی.

د ټرمپ دغه څرګندونې چې وایي په کابل کې د طالبانو له خوا د وروستۍ حملې له امله یې په واشنګټن کې د طالبانو له مهمو مشرانو او دغه راز له افغان ولسمشر اشرف غني سره پلان شوې کتنه لغوه کړې، د ولسمشر غني د کابینې د یوه غړي له هغو څرګندونو سره په تضاد کې دي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د خپل نوم نه ښودلو په شرط د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د امریکا حکومت واشنګټن ته د غني سفر په دې خاطر لغوه کړ چې حکومت یې د هغې موافقې له مسودې سره مخالفت کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ترلاسه شوې ده.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د افغانستان ولسمشرۍ د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان خلک او دولت د باعزتې او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي.

د ارګ اعلامیه وايي: موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي دي چې د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسؤلیت ګڼي.

په دې اعلامیه کې دغه شان د میزان د میاشتې د ۶مه په ولسمشریزو ټاکنو ټینګار شوی او په کې راغلي: افغان دولت د روان کال د میزان په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

د ارګ په اعلامیه کې د سولې په پروسه کې د ښکېلو ټولو مرسته کوونکو هڅې ستایل شوي او په کې راغلي دي چې افغان حکومت ژمن دی چې په راتلونکې کې د متحده ایالاتو او نورو مرسته کوونکو سره د تلپاتې او باعزتې سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

په کابل کې د تېرې پنجشنبې د برید یو انځور
په کابل کې د تېرې پنجشنبې د برید یو انځور

په ورته وخت کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کینیت مکنزي، د پاکستان له پوځي مشرانو سره د خبرو لپاره اسلام‎اباد ته تللی دی.

هغه تېره ورځ خبریالانو ته وویل، د طالبانو د حملو زیاتوالی، له اوسني حساس وضعیت سره مرسته نه‎شي کولای.

د مکنزي په وینا، د دې لپاره چې د سولې خبرې پرمختګ ولري، ټول اړخونه باید سیاسي هڅو او د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن پاتې شي.

مکنزي زیاته کړه، که مونږ نشو کولای دا کار وکړو، دا به ګرانه وي چې ښکېل اړخونه دې وکولای شي چې د موافقې شرطونه عملي کړي.

له طالبانو سره د امریکا د ترلاسه شوې موافقې د مسودې له مخې له افغانستانه په زرګونو امریکایي ځواکونه په څو میاشتو کې ووځي او په بدل کې به یې طالبان ضمانت کوي چې د افغانستان له خاورې به پر متحدو ایالتونو او متحدینو یې د ترهګریزو حملو د اډې په توګه کارنه اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر پرون شنبه وويل چې هېواد يې له طالبانو پر يوه موافقه د سلا کېدو هڅه کوي، خو دا په دې معنى نه ده چې واشنګټن به له طالبانو سره هر ډول موافقه کوي.

د امریکا دفاع وزیر مایک ایسپر او د هغه فرانسوۍ سیاله فلورانس پارلي
د امریکا دفاع وزیر مایک ایسپر او د هغه فرانسوۍ سیاله فلورانس پارلي

مارک ايسپر په پاريس کې په يوه خبري کنفرانس کې چې فرانسوۍ سياله يې فلورانس پارلي هم حاضره وه، زياته کړه: غواړو ډاډمن شو چې پر يوه ښه او په کافي اندازه ښه موافقه سلا کېږو چې لږ تر لږه زموږ د هېوادونو د امن او د افغانانو لپاره د لا روښانه مسير تضمين ورکړي.

د ایسپر له دغو څرګندونو د افغانستان حکومت هرکلى هم وکړ او يو وار بیا یې ټينګار وکړ چې د سولې په پروسه کې بايد له دقته کار واخيستل شي.

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع د وزير د وروستيو څرګندونو د هرکلي تر څنګ وويل، حکومت پر يوه داسې سوله د سلا کېدو هڅه کوي چې پېلچتياوې ونه لري.

د افغانستان د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، حکومت د يوې تعريف شوې سولې غوښتونکى دى.

XS
SM
MD
LG