د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د امریکا او طالب استازو په توافقنامه کې د افغان حکومت د اندېښنې وړ ټکي کوم دي؟


په قطر کې د امریکا او طالبانو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالبانو د ناستې یو انځور

افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ یې پر کېدونکې توافقنامې اندېښنې له امریکايي چارواکو سره شریکې شوې دي.

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د متن یوه کاپي ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته وښوده، له ځنډ وروسته افغان حکومت د دې توافقنامې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او له امریکا څخه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

اوس د افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار وحید عمر د پنجشنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه اندېښنې د امریکایي چارواکو سره شریکې شوي.

د افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار وحید عمر
د افغان ولسمشر مطبوعاتي سلاکار وحید عمر

ده وویل: اندېښنې بې حده زیاتې دي، نه یوازې چې د حکومت په منځ کې، بلکې د خلکو په منځ کې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق په اړه اندېښنې شته، د افغانستان خلک د عجولانه پرېکړو په اړه پوره تجربه لري او موږ د افغانستان د خلکو په استازیتوب هغه اندېښنې چې په دې توافقنامې کې دي، د امریکا له حکومت سره شریکې کړي دي.

ښاغلی عمر وايي، د توافقنامې په اړه اندېښنې د افغانانو وې او دي، افغان حکومت د دوی په استازيتوب د دې توافقنامې په اړه له امریکا د وضاحت غوښتنه وکړه.

وحید عمر همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقنامې ته په اشارې سره وویل، افغانان نه غواړي چې د یوې عجولانه توافقنامې په ترڅ کې سوله تامین شي، بلکې داسې سوله غواړي چې ټولو ارزښتونو ته په کې درناوی وشي.

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې افغان حکومت د راتلونکي جمهوري ریاست ټاکنو لپاره جدي اراده لري.

دی زیاتوي: د حکومت پالیسي داده چې ټاکنې به کېږي او په خپل وخت به دغه ټاکنې ترسره کېږي، موږ له سیاسي احزابو، مدني ټولنو او له ټولو افغانانو غواړو چې د دې ملي پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره له حکومت سره جدي همکاري وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان د جمهوري رياست وياند د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د پايلو په اړه اندېښنه وښوده.

صدیق صدیقي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغان حکومت دغه جدي اندېښنې په داسې حساسو شرایطو کې څه معنی درلودلی شي؟

د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، اوسني حکومتي چارواکي د خپل قدرت ساتلو لپاره غواړي چې دغه فرصت د لاسه ورکړي.

نوموړي وویل: زما په باور چې د راتلونکو ټاکنو نېټه به شاته وغورځېږي او د طالبانو د مشارکت لپاره به یوه موقت اداره رامنځته شي، نو حکومتي مشران د دې لپاره چې خپل قدرت د لاسه ورنه کړي او د قضیې له اصلي صحنې څخه ونه وځي، دغه ډول شدید غبرګون ښيي.

د چارو افغان شنونکی جاوید کوهستاني
د چارو افغان شنونکی جاوید کوهستاني

افغان حکومت په داسې حال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر کېدونکې هوکړې اندېښنه ښودلې چې امریکايي ورځپاڼې ټایمز مجلې په خپل یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقنامې لاسلیک ته چندان لېوال نه دی.

مجله لیکي، دغه توافق نامه په افغانستان کې له القاعدې سره د ترورېزم ضد امریکایي ځواکونو د مبارزې دوام، په کابل کې د بهرنیو له ملاتړه د برخمن حکومت بقا او حتی په دغه هېواد کې د جنګ خاتمه نشي تضمینولی.

هغه څه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دفتر د پامپیو خبرې بېرته اصلاح کړې او ویې ویل چې د ښاغلي پامپیو د خبرو هدف دا و چې هر کله د امریکا جمهور رئيس او ټولو احزابو په امریکا کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر کېدونکې هوکړې سلا وکړه، له هغې وروسته به امضا کړي.

XS
SM
MD
LG