د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۲

ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ د لبنان په سواحلو کې ولاړه ده


د "ادریان دریا ۱" بېړۍ یوه ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ چې وړاندې یې نوم "ګرېس یو"

یوه ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ چې امریکا د تحریمونو په لېست کې شامله کړې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ د لبنان په سواحلو کې ګرځېده.

ګمان دا دی چې دغه بېړۍ د ایران سپاه پاسداران اړوند ده او د سوریې ولسمشر بشار اسد رژیم ته په غیر قانوني ډول تېل لېږدوي. دا مسئله د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو لامل شوې ده.

دغه ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ چې څو اوونۍ وړاندې په جبل‌الطارق کې د بریتانیا د سمندري ځواکونو له‌خوا درول شوې وه، د اګسټ پر ۱۸مه وروسته له هغه خوشې شوه او د مدیترانې سمندرګي پر لور لاړه چې سوریې ته د نه‌تللو تضمین ترې واخیستل شو.

دغې بېړۍ په تېرو څو اوونیو کې څو ځلې خپل مسیر بدل کړ.

" ګرېس یو" بېړۍ چې وروسته د "ادریان دریا ۱" بېړۍ په نوم ونومول شوه.
" ګرېس یو" بېړۍ چې وروسته د "ادریان دریا ۱" بېړۍ په نوم ونومول شوه.

د نړیوال سمندري ترافیک څارونکي وایي، د "ادریان دریا ۱" بېړۍ چې وړاندې یې نوم "ګرېس یو" و، د سوریې له سواحلو اوښتې او په تېرو دوو ورځو کې د لبنان طرابلس ساحلي ښار په ۸۵ کیلومترۍ کې په نړیوالو اوبو کې ولاړه ده.

دغه مرکز ویلي چې له یکشنبې راهیسې "ادریان دریا ۱" له سوریې څخه د نړیوالو اوبو پر لور تللې، هغه ځای چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي وو چې ښایي دا ټانکر هلته خپل تېل تخلیه کړي.

په ادریان دریا تېل وړونکې بېړۍ کې د ۱۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اومه تېل بار دي.

ښاغلي پامپیو د جمعې په ورځ وویل، کره معلومات لري چې ښیي دا بېړۍ د بندیزونو پر خلاف، د سوریې د ولسمشر بشار اسد رژیم ته تېل وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، دا بېړۍ یې په تور لېست کې ده او هر هېواد چې په خپلو بندرونو کې ورته د لنګر اجازه ورکړي او یا همکاري ورسره وکړي، د امریکا له بندیزونو سره به مخامخ شي.

کارپوهان وایي، یو امکان دا هم دی چې د دې بېړۍ تېل د یوې بلې پروسې له مخې یعنې بلې بېړۍ ته لېږدول شوي وي او یا ولېږدول شي.

"ادریان دریا ۱"، ۲،۱ میلیون بېرله تېل لري او امریکا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سره په تړاو تورنه کړې ده.

امریکا د ایران سپاه پاسداران د بهرني ترورېستي سازمان په توګه پېژني او د ادریان دریا بېړۍ له خوشې کېدو وروسته‌یې وویل چې نورې پیسې به هم د سپاه پاسداران لاس ته ورشي، څو په خپلو فعالیتونو کې ترې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG