نړۍ
د جبل الطارق حکومت د ایراني بېړۍ په اړه د امریکا غوښتنه رد کړې
د بریتانیا له ملاتړه برخمن جبل الطارق حکومت د ایراني تېل وړونکې بېړۍ د بیا ځلي ایسارولو لپاره د امریکا له غوښتنې سره مخالفت وکړ.
د جبل الطارق دولت د یکشنبې په ورځ یو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې نه شي کولی چې ګریس یو بېړۍ چې اوس په ادریان دریا نومول شوې، ایساره کړي.
د بیان له مخې، د امریکا د غوښتنې نه ترسره کولو علت د اروپايي ټولنې قوانین او پر ایران د اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو توپير ښودلی.
د امریکا عدليې وزارت اعلان کړی و چې د امریکا له مالي نظامه د ناقانونه استفادې او په سوریې د سپاه پاسداران د تېلو د پلور په خاطر د ګریس یو تېل وړونکې بېړۍ د بیا ایسارولو غوښتنه کوي.
په بریتانیا کې د ایران سفیر حمید بعیدي بیا پرون ویلي وو چې تمه ده دا بېړۍ حرکت وکړي.
د ایران دا لویه تېل وړونکې بېړۍ د جولای له لومړیو د جبل الطارق له خوا ایساره شوې ځکه ویل کېدل چې سوریې ته د ایران تېل انتقالوي.
امریکا په وار وار له جبل الطارق غوښتي چې د دې ایراني بېړۍ ایسارولو ته دوام ورکړي.
ایران د دې بېړۍ د ایسارېدو په غبرګون په هرمز تنګي کې د بریتانیا یوه تېل وړونکې بېړۍ هم ایسار کړې چې ورسره د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري
د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.
د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.
بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.
په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې
د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ اومه تېلو د هر بیرل بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته.
د تېلو بیې وروسته له هغې پورته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د اوو ورځو لپاره د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه و.
د تېلو بیې د جمعې په ورځ د ایران د وړاندیز له خپرېدو وروسته څه باندې دوه سلنه راټیټې شوې وې، خو د دوشنبې په ورځ بېرته لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده او د دې لارې بندېدو د تېلو پر نړیوالو بیو فشار زیات کړی دی.
پاکستان د لومړي ځل لپاره فضا ته د خپل ستور مزلي د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي
د پاکستان د فضايي ادارې چارواکي وايي، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې روزنه ویني چې له هغوی څخه یو به د دغه هېواد د لومړي ستورمزلي په توګه د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي.
رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د څېړنې او روزنې په مرکز کې روزنه ویني.
دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ له سیسټمونو سره د کار، د بې وزنۍ له شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه کوي.
چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دغو دوو پیلوټانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او ماموریت به کله ترسره کېږي، خو پاکستاني چارواکي وايي، تمه ده وروستۍ پرېکړه د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.
ټاکل شوی پاکستاني فضانورد به شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي.
دا به لومړی ځل وي چې چین خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی ستورمزلی لېږدوي.
د پاکستان او چین فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. ټاکل شوې د پاکستان له خوا جوړه شوې د سپوږمکۍ یوه وسیله یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګاې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.
ټرمپ: له ایران سره خبرې ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، تمه لري چې له ایران سره خبرې اترې په راتلونکې اوونۍ کې بیا پیل شي.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۷مه له اکسیوس سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، ایران غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو هغه وړاندیز چې تهران کړی، د ده لپاره د منلو وړ نه دی.
ټرمپ د سپټمبر پر ۲۵مه د ایران هغه وړاندیز رد کړی و چې له مخې یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل کېده.
اکسیوس د خبرو له بهیر څخه د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې ښايي د قطر په منځګړیتوب د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د سپټمبر پر ۲۸مه بیا پیل شي.
ټرمپ: د هرمز له تنګي مو د تیلو لیږد بیسارې کچې ته رسولی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد بې ساري کچې ته رسېدلی او ان له ایران سره د جګړې تر پیل مخکې وخت په پرتله هم زیات شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد نوی ریکارډ جوړ شو. خو هغه ونه ویل چې په دقیق ډول څومره تېل له دې مهمې سمندري لارې تېر شوي دي.
تېره اوونۍ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام ویلي وو چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې له هرمز تنګي څخه له ایران پرته د خلیج د هېوادونو د شاوخوا یو میلیارډ بېرله تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.
عراقچي: تر اوسه یې د خپلې طرحې په اړه د امریکا رسمي ځواب ندی ترلاسه کړی
ایران د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له امریکا او اسرائیل سره یې روانه شخړه یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خواله رسنیو کې لیکلي: "زموږ شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلی دی." له دې مخکې عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه " وړاندې کړې ده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هغوی غواړي ژر تر ژره د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره موافقه وکړي، ځکه وضعیت یې ډېر خراب دی."
خو عراقچي وویل، د ټرمپ له عامه څرګندونو سره سره، تراوسه منځګړو ورته په رسمي ډول نه دي ویلي چې امریکا دغه طرحه رد کړې ده.
د هغه په خبره د امریکا وروستي او قطعي رسمي دریځ ته منتظر دي او بیا به یې پراساس پرېکړه وکړي.
اوکرایني چارواکي د روسیې په تازه بریدونو کې د لږترلږه درې کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي
د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په شمالي سومي ښار کې د کورنیو د ملاتړ یوه مرکز ته نږدې هدایت شوي درې بمونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي دي. په خارکیف ښار کې بیا یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه موټر برید کړی او چلوونکی یې وژلی دی.
د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، یوې بې پیلوټه الوتکې د استوګنې یوه لوړپوړې ودانۍ په نښه کړې وه چې له امله په ودانۍ اورلګیدلی او یو کس یې ټپي کړی دی. د کییف په څو نورو سیمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانونه اوښتي، خو د نورو مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو همدارنګه ویلي چې روسیه اوس ډیرځلې د ورځې له خوا هم بریدونه ترسره کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی.
ولسمشر ټرمپ پرون شنبې د (میزان۴مه) د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې په کې د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه شوې وه.
ټرمپ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" ما د هغوي وړاندیز رد کړ، هغوی داسې هوکړه غواړي چې له مخې يې د هرمز تنګي د سملاسي پرانیستو غوښتنه شوې، هغوي د ماتې په حال کې دي".
د ټرمپ زیاته کړې،"موږ د بریا په حال کې یو" او په خبره یې د هرموز تنګی واک د دوی په لاس کې دی.
امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یو مشخص اووه ورځنی پلان " وړاندې کړی دی.
عراقچي وړاندې ویلي و چې که د تهران غوښتل شوي شرایط ومنل شي د هرمز په تنګی کې به د اوو ورځو په جریان کې د بیړو تګ راتګ عادي شي.
پولنډ په خپله خاوره کې د امریکايي پوځیانو د اډې د جوړېدو لپاره د امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ
پولنډ د دې لپاره چې په خپله خاوره کې یې امریکايي ځواکونه دایمي پوځي اډه جوړه کړي، امریکا ته د مالي امتیازاتو وړاندیز کړی دی.
د پولنډ دفاع وزارت یوه مرستیال وزیر پاول زالېفسکي د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ته ویلي، وارسا وړاندیز کوي چې په پولنډ کې هر مېشتېدونکي امریکايي سرتېري ته په کال کې ۱۵ زره ډالر ورکړي او د پوځي اډې د زیربناوو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
هغه ویلي، د واشنګټن او وارسا خبرې اوس د دې طرحې پر عملي کولو، د امریکايي ځواکونو پر شمېر، د هغوی پر وړتیاوو او د اډې پر احتمالي ځایونو متمرکزې دي.
د پولنډ حکومت مخکې هم ویلي چې غواړي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د دایمي حضور لپاره اډه جوړه کړي، او د دې پروژې د لګښت یوه لویه برخه به پولنډ ورکوي.
عراق د ایران د الوتنو د بیا پیل لپاره له امریکا سره خبرې کوي
د عراق حکومت وايي، له امریکا سره خبرې کوي چې د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه له هغه بندیزه معاف کړي چې د ایران د هوايي شرکتونو پر الوتکو لګېدلی دی.
د عراق د صدراعظم دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره په مستقیمو خبرو کې دی، څو د درملنې، زدهکړو او زیارتونو په ګډون د بشري موخو لپاره د ایران ځینې الوتنې بېرته پیل شي.
د ایران د هوايي شرکتونو الوتنې د سپټمبر له ۲۳مې بغداد او وروسته نجف، اربیل او سلیمانیې ته هم درول شوې دي. امریکا مخکې د ایران هوايي شرکتونه د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی خدمت کوونکو بهرنیو شرکتونو ته یې د بندیز خبرداری ورکړی دی.