د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیاله د زغم غوښتنه کړې


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د ایران ولسمشر حسن روحاني
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د ایران ولسمشر حسن روحاني

د فرانسې ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په ټيليفوني خبرو کې له هغه غوښتي دي چې له زغم څخه کار واخلي.

په داسې حال کې چې د منځني ختیځ کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی، د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون خپل ایراني سیال حسن روحاني ته ویلي دي چې له زغم څخه کار واخلي.

د فرانسې د جمهوري ریاست دفتر پرون شنبه په یوه بیان کې وویل، مکرون پر روحاني غږ وکړ چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیان دې په یمن کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته وهڅوي.

بیان د مکرون له قوله زیاتوي چې وايي، تهران باید په لبنان کې هم له خورا زیات زغم څخه کار واخلي، څو د پراخېدونکي کړکېچ په اوسني حالت کې د دې سیمې ثبات زیانمن نه شي.

د لبنان په شااوخوا کې له څو اوونیو راهیسې د اسرائیل او ایران تحرکاتو دا دواړه پخواني دښمنان یو ښکاره وسله وال تقابل ته نږدې کړې دي.

متحدایالات پر ایران تور لګوي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو او په لبنان کې د شیعه حزب الله ډلې په ګډون په سیمه کې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي، خو ایران دا تورونه ردوي.

د مکرون دفتر په خپل بیان کې همداراز ویلي دي چې مکرون په پرونیو ټيليفوني خبرو کې پر روحاني فشار راوړ چې د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې سره ژمن پاتې شي.

مکرون چې غواړي د ایران او امریکا ترمنځ په روان کړکېچ کې د منځګړي رول ولوبوي، مخکې له دې یې د امریکايي او ایراني مشرانو د غونډې د جوړولو هڅه هم کړې ده.

د امریکا، فرانسې او ایران ولسمشران
د امریکا، فرانسې او ایران ولسمشران

د مکرون د هڅو هدف له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو د اټمي موافقې ژغورل دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، روحاني خپل فرانسوي سیال ته خبرداری ورکړ چې که اروپایي هېوادونه خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، نو د تهران راتلونکی اقدام به دا وي چې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو په تعهداتو کې نور کموالی راولي.

د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ یو علت هم دا و چې ولسمشر ډونالد ټرمپ تېرکال په مې میاشت کې له دې تړونه د امریکا وتل اعلان کړل.

د بیان له مخې، روحاني مکرون ته ویلي چې له بده مرغه له دې موافقې په یو اړخیز ډول د امریکا تر وتلو وروسته اروپايي هېوادونو د ضمانت کوونکو په توګه د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې هېڅ مشخص اقدام ونه کړ.

XS
SM
MD
LG