د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شهر دبی تالار کې پر یوه واده انتحاري حمله کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ ټپیان دي.
د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې پورې تړلو سیمهییزو جنګیالیو د دغې حملې مسؤلیت اخیستی دی.
د کابل لوېدیځ شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهر دبی د وادونو تالار کې تېر ماخوستن انتحاري حملې یو شمېر قرباني کورنۍ چې د ماتم په تغر ناست دي او د خپلو عزیزانو جدايي ورته سخته ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
احمد جاوېد هغه کس دی چې په دې پېښه کې یې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي.
جاوېد وايي: "زه چې کله د نکاحخانې خوا ته د خپل تره زوی او اوخي پسې لاړم، نا څاپي چاودنه وشوه او حالت ګډوډ شو، زه تاسو ته ویلي شم چې په هوټل کې چې څوګ وو، ژوندي نهدي پاتې، واده زما د عمه د لمسي وه، په دې پېښه کې زما د تره د اوخي زامن شهیدان شول، حتی زما د خیاطۍ دکان شاګرد هم ووژل شو."
د عيني شاهدانو په خبره دې هوټل ته شااوخوا ۱۲۰۰ کسان وربلل شوي وو.
دغه هوټل د کابل ښار په لوېدیځ سیمه کې موقعیت لري.
د دې پېښې دو تنه عيني شاهدان خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: "زما کور د هوټل په نیم کیلو مترۍ کې دی، کله چې چاودنه وشوه ما فکر نهکاوه چې د خوښۍ په مراسمو کې داسې څه وشي، زه چې کله راغلم د هوټل دننه وضعیت بېخي خراب و، وينې وې، جسدونه هر خوا پراته وو، زما په ګومان چې له سلو پورته کسان مړه شوي او ټپیان خو بېخي زیاد وو."
"زما د سترګو لیدلی حال، شااوخوا ۲۲ ماشومان او ۵۰ کسه نور وژل شوي دي، دغه برید انتحاري حمله وه او هغه ګنګوسې چې شاه او ناوې وژل شوي دي دروغ دي، دواړه روغ او جوړ په نکاه خانه کې وو."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: "له شک پرته چې دغه ډول بریدونه هغه کړۍ کوي چې د مصونیت چتر یې طالبان دي، دغه پېښه چې هر چا ترسره کړې موږ به خپل معلومات وروسته شریکوو، خو د دې ټولو ترهګریزو بریدونو تر شا طالبان دي."
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست هم په یوې خپره شوې اعلامیه کې په کابل کې دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي چې طالبان نهشي کولای د دغو بریدونو په غندلو سره ځان ته برائت ورکړي.
په اعلامیه کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې د ټولو وسلهوالو بریدونو لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده.
په کابل کې مرګوني برید نړیوال غبرګونونه درلودل.
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې مأموریت ویلي دي، "دغه ډول اعمالو ته محکومیت کم دی."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم په کابل کې مرګونې حمله غندلې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د اعلامیې په یوه برخه کې چې نن یکشنبه د اګسټ ۱۸مه حپره شوه، راغلي دي: "هغه حمله چې په قصدي ډول پر ملکیانو برید یو جنایت او د ژورې اندېښنې وړ مسئله ده."
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هم دغه حمله غندلې او هغهیې "ډېر ناوړه" عمل بللی دی.
د کابل د ځانمرګي برید په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، د کابل نننی برید د طالبانو کار نهدی او دا برید یې غندلی او د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم ویلي، د ماشومانو او ښځو وژل هېڅ توجیه نهلري.