د کابل د ودونو په یوه سالون کې د تېرې شپې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۳ ته رسېدلی دی.
همداراز په دې پېښه کې ۱۸۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
چاودنه د شپې په ۱۰:۴۰ دقیقې د دارالامان واټ په شهر دوبۍ هوټل کې وشوه.
د چاودنې په مهال په هوټل کې شااوخوا زر تنه حاضر ول.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايی چې دا چاودنه د افغانانو دښمنانو کړې ده.
د پېښې يوه عيني شاهد احمد امېد اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته وويل: "د چاودنې په وخت کې په هوټل کې نږدې ١٢٠٠ کسان حاضر وو. زه خپله د صحنې شاهد يم. موږ په نکاح خونه کې وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه، پوه نهشوو چې څه شوي دي."
تر اوسه پورې د دولت کومې وسلهوالې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکه غندلی او هغهیې د بشریت پر ضد تر ټولو ناوړه جنایت بللی دی.
دا ډول بریدونه تر دې پخوا د دولت وسلهوالو مخالفو ډلو کړي دي، خو ولسمسر غني بې له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي، ویلي چې دا ډول بریدونه د یوې ترهګرې ډلې چې د افغانانو وژلو تهیې ملا تړلې ده، د بېرحمۍ ښکارندويي کوي.
ده همداراز ویلي چې د نن ورځې لپاره خپلې کمپایني غونډې دروي او د هېواد د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره ځانکړې امنیتي غونډه رابولي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کابل ښار په شهر دبی هوټل کې د تېرې شپې په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د مړو او ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.
وسلهوالو طالبانو په دغې چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه.
چارواکي وايي چاودنه تېره شپه پر ۱۰:۴۰ دقیقو د دارالامان پر سړک د شهر دُبی په نوم هوټل کې وشوه.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس خبر ورکړى چې په واده کې شااوخوا ١٠٠٠ کسان حاضر و.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې چاودنه د زوم سټېج ته نږدې شوې ده او په لسګونه کسانو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي په ټويټر کې دا چاودنه د افغانانو پر ضد يو ناوړه جنايت بللى دى.
د وژل شويو او ټپيانو کره شمېر لا معلوم نهدى.