د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د کوټې په یوه جومات کې چاودنه، له طالبانو سره دښمني یا د سولې پروسې سبوتاژ؟


په کوټه کې یو جومات چې د جمعې په ورځ په‌کې چاودنه وشوه او د طالبانو د مشر ورور په‌کې ووژل شو.
په کوټه کې یو جومات چې د جمعې په ورځ په‌کې چاودنه وشوه او د طالبانو د مشر ورور په‌کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان د کوټې ښار په یوه جومات کې هغه چاودنه وغندله چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور په‌کې ووژل شو.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۶» له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د وژل شویو د هویت په اړه چې ایا طالبان دي که ملکیان څه ونه‌ویل، خو ازادي راډيو ته وايي چې افغان حکومت په کور دننه او بهر د هر ډول ترورېستي اعمالو مخالف دی.

ښاغلی حقمل زیاتوي: "موږ دغه حمله غندو، ترورېزم د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده، هر چېرې او په هر وخت کې چې وي او باید ټول د ترورېزم په وړاندې ودرېږو، موږ له ترورېزم نه زیانمن یو، نو له همدې امله هر ډول ترورېستي اعمال چې په افغانستان کې دننه یا بهر کېږي، موږ هغه غندو او مخالف‌یې یو."

محمد کبیر حقمل سخنگوی شورای امنیت ملی افغانستان
محمد کبیر حقمل سخنگوی شورای امنیت ملی افغانستان

د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور خافظ احمد الله تېره ورځ د پاکستان د کوټې ښار د "حاجي محمد حسنی" په جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال په چاودنه کې ووژل شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چاودېدونکي مواد د جومات په منبر کې ځای پر ځای شوي و.

په یاده چاودنه کې د طالبانو د رهبر د ورور په ګډون چې د جومات ملا امام هم و څلور تنه وژل شوي او ۲۲ لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د راپورونو له مخې د طالبانو اوسنی رهبر ملا هبت‌الله پخوا یوه موده د یاد جومات ملا امام و.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د مشر د ورور د وژل کېدو د تأیید ترڅنګ وايي چې د دوی د راپورونو له مخې د ملا هبت‌الله زوی هم په دغه چاودنه کې ټپي شوی.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان په خاوره کې د ملا هبت‌الله د ورور وژل کېدل دا په ډاګه کوي چې د طالبانو په ګډون د ترورېستانو ځالې اوس هم په پاکستان کې دي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "پاکستان اوس هم له ترورېستي ډلو او رهبرانو یې ملاتړ کوي، که چېرې یې ملاتړ نه‌کېدای، نو دوی به په ازادانه په هغې جغرافیه کې تګ راتګ نه‌کاوه، نو دا مسئله روښانه ده چې پاکستان په خپلو کړنو کې صادق نه‌دی."

روح‌الله احمدزی سخنگوی وزارت دفاع افغانستان
روح‌الله احمدزی سخنگوی وزارت دفاع افغانستان
  • دا چې اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چټکې شوي، ایا د طالبانو د مشر د ورور وژل کېدل به په دغه بهیر تأثیر ولري؟

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي: "طبیعي ده چې تر یوه بریده به د سولې خبرې متأثرې کړي، خو زموږ تمه دا ده چې د ملا هبت‌الله د ورور وژل کېدل به د خبرو د بن‌بست لامل نه‌شي."

په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مرګ اعلان د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ خبرې ګډې وډې کړي.

تر اوسه هم وسله‌والو طالبانو په دې اړه او همدا شان چې د سولې بهیر به متأثر کړي، څه نه‌دي ويلي.

سیاسي کارپوه او طالبانو ته نږدې کس وحید مژده وايي چې دغه خبرې د سولې د بهیر د سبوتاژ لپاره کېږي، خو د نوموړي په وینا چې د سولې مذاکرات داسې پړاو ته رسېدلي چې له هېڅ ډول عمل نه به متأثر نه‌شي.

XS
SM
MD
LG