د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

اطلاعات روز: ایا افغانان له طالبانو سره روغې جوړې ته تیار دي؟


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو ډېری مطالبو او تبصرو کې د افغانستان د سولې او انتخاباتو موضوع‌ګانې رااخیستې دي.

  • اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته اشاره کړې او پوښتي یې دي چې ایا افغانان له طالبانو سره روغې جوړې ته تیار دي؟

په مطلب کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته به نور مذاکرات په ناروې کې پیل شي.

د مطلب لیګوال لیکلي، اوربند، د ځواک شریکول او د افغانستان د اساسي قانون موضوع‌ګانې به د دغې ناستې اصلي اجندا وي.

  • راه مدنیت

د راه مدنیت ورځپاڼې هم د افغانستان سولې ته اشاره کړې او لیکلي یې دی چې انتخابات، سوله او د خلکو اندېښنې.

په مطلب کې راغلي تر اوسه هم د جمهوري ریاست ځیني کاندیدان څرنګه چې لازمه ده، خپلې انتخاباتي مبارزې نه‌دي پیل کړی.

د مطلب لیکوال لیکي، د انتخاباتي کمپاینونو د کمرنګۍ یو دلیل دا دی چې ایا انتخابات به وشي؟

په مطلب کې راغلي، ټول افغانان سوله غواړي، خو د موقت حکومت خبرې هم کېږي چې هېڅکله به د هېواد د ستونزو غوټه خلاصه نه‌کړي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپانې هم د سولې موضوع راخیستې او په یوه تحلیلي مطلب کې یې لیکلي چې امریکا او طالبان سره توافق کوي.

خو په یوه بل مطلب کې یې لیکلي چې طالبان خپلې وسلې نه‌تسلیموي.

مطلب زیاتوي، طالبان په افغانستان کې د اسلامي امارت جوړول غواړي، خو خلک، سیاسي مشران او مدني فعالان‌یې نه‌مني.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د برخلیک ټاکونکې شېبې او د افغانانو د ستر مسؤلیت تر عنوان لاندې لیکلې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان په حساسو شرایطو کې دی یعنې له یوې خوا د سولې هڅې جدي شوي او له بلې خوا انتخاباتو ته هم تیاریانې نیول شوې دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې خلک باید په دغه حساس وضعیت کې د دولت ترڅنګ ودرېږي، په انتخاباتو کې ګډون وکړي او پرې نه‌ږدي چې تېرې ستونزې بیا تکرار شي.

  • انیس

او انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سولې په پروسه کې د دیني عالمانو پر رول تمرکز کړی دی.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، اسلام د سولې دین دی او دیني عالمان کولای شي، د اسلام د احکامو په بیانولو، په دغه برخه کې خپل رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG