د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

د کابل د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنۍ د غم پر ټغر اختر تېروي


د اختر خوشحالۍ د ټولو مسلمانانو لپاره وي، خو د کابل په لوېدیځ کې وروستۍ انتحاري حملې یو شمېر کورنۍ د وژل شویو غړو په ویر کې د غم په ټغر ناستې دي.

په دغه پېښه کې د دوو وژل شویو خویندو (زحل او نګینه) مور وايي، لوڼو یې غوښتل چې د اختر لپاره خپلو بچیانو ته کالي واخلي، خو د پېښې قربانیاني شوې.

هغې چې غریو نیولې خبرې یې کولې، وویل: باور وکړئ چې په عدليي طب کې درې وارې مړه او بېرته ژوندۍ شوم، هلته چې ورسېدم، د مشرې لور سوي کالي یې راښکاره کړل، د غاړې یوه ټوټه یې پاتې شوې وه، لور مې سر تر پښو سوې وه، د وړې لور مې څه نه وو پاتې، یوازې د پښې یوه ټوټه یې پاتې وه، راته یې وویل، یو څه یې شته درته یې راوړو، ومې ویل چې لیدلی یې نه شم، دا ښه ده چې ووایم ژوندۍ رانه ورکه شوې، د وجود ټوټه یې څنګه ووینم او ووایم چې لوڼې مې دي؟

په دوو لوڼو دغه بوره شوې مور زیاتوي چې زحل درې کاله وړاندې واده کړی و او دوه ماشومان یې دي چې یو دوه کلن او بل نهه میاشتنی، ورنه پاتې دي.

زحل ۲۳ کلنه وه، خو نګینه په اولسم سپرلي پښه ایښې وه.

دا وایي: د شپې تر لسو بجو منتظره وم چې ټپیان دي او رابه شي، سهار یې په یوه تابوت کې یوې پښه او په بل تابوت کې یې د بلې لاس راوړ، د دواړو تابوتونو سرونه تړل شوي وو، راته یې وویل چې پنځه دقیقې به تابوتونه ایښي وي او بیا یې دفن ته وړو، زړه مې کباب شو.

د زحل او نګینې مور وايي چې نه اختر لري او نه هم خوشحالي، د لوڼو له غمرازۍ او ژړا پرته بل هېڅ هم نه لري.

دغه مور چې اقتصادي وضعیت یې هم چندیانې ښه نه دی، زیاتوي چې نګینې غوښتل چې ښوونځی خلاص کړي، خو په دغو سترو هیلو یې انبار خاورې واوښتې.

دې زیاته کړه: ای کاش پلار یې درلودای، خپله یوه کونډه ښځه یم، په زرګونو بد بختیو مې یتمان لوی کړل، اخر دواړه وسځېدې، نګینه په کور کې وه، زیات درس به یې لوست، ویل به یې چې په درجه کې راشم، د سويې امتحان ورکړم، له ټولو هیلو سره ولاړه او زما زړه یې کباب کړ.

د زحل او نګینې خاله ماه ګل وايي، د زحل لوڼې له سهاره تر شپې ژاړي او په کور کې څوک خوب ته نه پرېږدي.

دې وویل: دوه کلنه لور د شپې په حویلي کې ګرځي او خپله مور غواړي او وړې لور ته یې خاله شیدې ورکوي، موږ ټول سوي یوو کباب یوو.

دغه انتحاري حمله د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې وشوه.

د کابل د وروستۍ مرګونې پېښې یو انځور
د کابل د وروستۍ مرګونې پېښې یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه حمله کې چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو منلی، ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې حکومت د کابل ښاریانو د امنیت په خوندي توب کې پاتې راغلی او باید د کابل ښار د ښه امنیت لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

XS
SM
MD
LG