د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

یو طالب مشر: زموږ د مشر د ورور وژل کېدل به له امریکا سره خبرې تخریب نه‌کړي


د قطر پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ غونډه. February 26, 2019
د قطر پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ غونډه. February 26, 2019

د افغانستان طالبانو یوه مشر چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی، ویلي چې په کچلاغ کې د ملا هبت‌الله اخندزاده د ورور وژل کېدل به له امریکا سره د دوی د سولې خبرې تخریب نه‌کړي.

دا خبر د روېټرز او د افغان اسلامي پرس په حواله خپور شوی دی.

د هبت‌الله اخندزاده ورور، حافظ احمدالله د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته، په جومات کې په چاودنه کې ووژل شو.

د پاکستان پولیسو ویلي چې په کچلاغ کې د جمعې په ورځ په چاودنه کې څلور تنه ووژل او تر ۲۰ زیات وګړي زخمیان شوو.

کچلاغ د کوټې په ۲۰ کیلو مترۍ کې پرته سیمه ده.

د حملې مسئولیت چا نه‌دی اخیستی.

د طالبانو یوه مشر پرون، د اګسټ په ۱۷مه، روېټرز اژانس ته له پټه ځايه په ټیلیفوني مرکه کې ویلي: "که څوک داسې ګومان کوي چې زموږ د مشرانو وژل به موږ له خپله هدفه راورګرځوي، خیالي پلاو پخوي."

مسجد در منطقه کچلاک در شهر کویته که هدف انفجار قرار گرفت و در آن برادر رهبر گروه طالبان کشته شد. August 16, 2019
مسجد در منطقه کچلاک در شهر کویته که هدف انفجار قرار گرفت و در آن برادر رهبر گروه طالبان کشته شد. August 16, 2019

د طالبانو دې مشر چې هویت‌یې پټ ساتل شوی، له امریکا سره په دوحه کې د خپلو استازو خبرو ته په اشاره کې ویلي: "موږ خپل هدف ته نږدې شوي یو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په رسمي بیان کې په کچلاغ کې حمله وغندله او غیر شرعي یې وبلله.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په یوه وېډیويي پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی، ویلي: "موږ هر ډول ترهګریز عمل غندو، هغه اعمال که په افغانستان کې دننه وي یا له افغانستانه دباندې."

د ملا هبت‌الله اخندزاده ورور په داسې وخت کې وژل شوی چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې دي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت لپاره له خپل سلاکار جان بولتون، د افغانستان د سولې لپاره له خپل خاص استازي زلمي خلیل‌زاد، د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو، د «سي ای اې» له مشرې جینا هسپل، د ټولو ځواکونو له لوی درستیز جوزف ډانفورد او دفاع وزیر مارک اسپر سره د افغانستان د سولې په اړه مثبتې خبرې وکړې.

د امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي چې ډونالد ټرمپ غواړي چې له طالبانو سره د امریکا د مذاکرو جزئیات لکه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو امکان او په هغه هېواد کې د ۱۸ کلن بحران د حل لپاره د سیاسي جوړجاړي امکانات وڅېړي.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ له خپلو چارواکو سره تر کتنې وروسته پر ټویټر ولیکل: "پر افغانستان ډېره ښه غونډه وشوه. د دې ۱۹ کلنې جګړې پورې لور ته ډېر کسان او موږ د یوې معاملې په تمه یو، که ممکنه وه."

غربي رسنۍ په واشنګټن کې د سرچینو په حواله وايي چې امریکا غواړي د سپټمبر تر لومړۍ نېټې له طالبانو سره موافقه لاسلیک شي.

د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اتم دور د اختر په ورځو کې پاي ته ورسېد.

خو دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې دواړه خواوې بیا خبرې څه وخت پیلوي.

XS
SM
MD
LG