د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

سناتور ګراهام: پر طالبانو باور به لویه تېروتنه وي


پېژندل شوی سناتور لېندسي ګراهام
پېژندل شوی سناتور لېندسي ګراهام

د امریکا ولسمشر مخکې تر دې چې د افغان سولې لپاره له خپل ځانګړي استازي سره وګوري او د هغه د کارونو جزئیات واوري، د امریکا د سنا یوه معتبر غړي پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې بېړه دې نه‌کوي.

پېژندل شوی سناتور، لېندسي ګراهام وویل چې د امریکا خلک او کانګرس باید د هغې موافقې پر جزئیاتو خبر وي او وپوهېږي چې امریکا يې د طالبانو د سیاسي استازو سره لاسلیک کوي.

لېندسي ګراهام پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي چې پر طالبانو دا باور کول چې د امریکا د ترورېزم ضد ځواکونو ځای به ونیسي او القاعده، داعش او هغه نورې افراطي ډلې به چې په افغانستان کې فعالې دي کنټرول کړي، تر هغه ستره تېروتنه وي چې اوباما له ایران سره په اټمي موافقه کې کړې وه.

د امریکا د سنا پېژندل شوي غړي لیکلي، د سولې هره موافقه چې امریکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې موقع نه‌پرېږدي، د سولې موافقه نه‌ده، بلکې د امریکا پر خاوره او د امريکا پر ګټو بلې حملې ته لاره پرانیزي.

لېندسي ګراهام، پرون د اګسټ په ۱۶مه، مخکې تر دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان د سولې لپاره له خپل خاص استازي، زلمي خلیل‌زاد او د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو سره وګوري، دا بیانونه پر ټویټر خپاره کړل.

لېندسي ګراهام ولیکل، هیله‌مند یم چې ولسمشر او د هغه ټیم به له افغانستانه چې د سپټمبر د ۱۱مې حمله راولاړه شوې وه، د افراطي اسلام‌پالو د ګواښ په اړه مناسبې او د بقا وړ پرېکړې وکړي.

د امریکا د سنا دې غړي پر ولسمشر ډونالد ټرمپ غږ وکړ چې "ښاغلی ولسمشره! د پخواني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنې زده‌کړه وکړه. بده موافقه به افراطي اسلام‌پالو ډلو ته په ټوله نړۍ کې انرژي ورکړي. د ملي امنیت خپلو همکارانو ته غوږ ونیسه، وخت ته وګوره او هوښیار اوسه!"

د امریکا د سنا دې معتبر غړي په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې په دې تمه دی چې له وسله‌والو طالبانو سره د موافقې پر داسې طرحه چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر اینده اغېز کوي، د امریکا په کانګرس کې خبرې وشي او رأیې ورباندې واخیستل شي.

لېندسي ګراهام د امریکا د جنوبي کارولینا له ایالته د سنا غړی او په امریکا کې له پېژندل شویو جمهوري غوښتونکو دی.

سناتور ګراهام پر ټویټر لیکلي، دا ډېره مهمه ده چې هره موافقه په دقت وکتل [وارزول] شي او د امریکا کانګرس او د امریکا خلک ورباندې وپوهېږي.

هغه غالباً د امریکا د ولسمشر دې خبرې ته چې [موږ پولیس نه‌یو] اشاره کړې او په یوه بل ټویټ کې یې لیکلي، د امریکا عسکر په افغانستان کې د پولیسو دنده نه‌ترسره کوي. هغوی د داسې افراطي اسلام‌پالو ډلو د بیا زرغونېدو پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګېږي چې پر امریکا د حملې خیال لري.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او د هغه د ملګري ټیم او په دوحه کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي استازو د خبرو اتم دور څو ورځې مخکې پای ته ورسېد.

دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې د هغوی د مذاکرو نهم دور به څه وخت له سره پیل شي.

XS
SM
MD
LG