د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د طالبانو ګواښ، د ولسمشر ځواب


ارشیف، د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې یو شمېر طالب جنګیالي د سیمې له خلکو سره د خبرو پر مهال.
ارشیف، د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې یو شمېر طالب جنګیالي د سیمې له خلکو سره د خبرو پر مهال.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د انتخاباتو په اړه د طالبانو ګواښ ته په غبرګون کې وايي، د دغه هېواد خلک زور ته نه‌تسلبمېږي.

ښاغلي غني په کابل د ده په مشرۍ له "دولت‌ساز" ټیم سره د زلمي رسول د یوځای کېدو په اړه يوې کمپایني غونډې ته وویل چې خلک به په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "نن طالبانو يوه اعلامیه ورکړه، په انتخاباتي غونډو حملې کوي، دوی وار وار دا ګواښونه کړي دي، په پارلماني ټاکنو کې یې هم دا ګواښ کړی و، د افغانستان خلک وپېژنئ چې زور ته نه‌تسلیمېږي، که موږ ته ووایئ چې يو کار مه‌کوه، ځکه په زور یې درباندې کوو، موږ هماغه کار کوو."

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی دی.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جمهوري ریاست انتخابات د تېرو په شان یوه تېر ایستونکې پروسه بللې ده او ګواښ‌یې کړی چې دوی به‌یې په کلکه د مخنیوي هڅه وکړي.

طالبانو په دغې اعلامیه کې په عامو افغانانو غږ کړی چې په کمپایني غونډو او دغه پروسه کې له ګډون نه ډډه وکړي، څو په حملو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.

له دغې اعلامیې وروسته د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي هغه څوک چې د انتخاباتو مخالفت کوي دوی هڅه کوي چې په زور واک ته ورسېږي چې دا افغانانو ته د منلو نه‌ده.

د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ازادي راډيو ته وویل، انتخابات د واک د سوله‌ییز لېږد یوه ولسواکه منل شوې پروسه ده چې حکومت باید د کاندیدانو، رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کارکوونکو امنیت خوندي کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست

دی زیاتوي: "حکومت دې د ټولو هغه ادرسونو په مقابل کې ودرېږي چې دغه ولسواکه پروسه چلېنج کوي، د میزان په شپږمه ټاکنې ترسره کوو، له حکومت نه مو جدي غوښتنه دا ده چې ټولو رأی ورکوونکو، انتخاباتي کارکوونکو او کاندیدانو امنیت وساتي."

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې ورته کمپاینونه پیل شوي او ۵۰ ورځې به نور هم دوام وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر انتخاباتي ټیمونه د طالبانو ګواښ بابېزه بولي او وايي چې افغان ولس د خپل راتلونکي په اړه له هېڅ‌چا وېره نه‌لري او د پخوا په څېر به یو ځل بیا په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت وسله‌والو مخالفانو د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ هم کړی و.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په پلازمینه کابل او ولایتونو کې یو لړ حملې وشوې چې مرګ ژوبله‌یې هم درلوده.

XS
SM
MD
LG