د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا پرېکړه کړې چې خپلې انتخاباتي مبارزې پیلوي


د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا غړي
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا غړي

د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا له پنځه ورځني ځنډ وروسته د انتخاباتي مبارزو د پیل خبر ورکړ.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا چې له ولسمشریزو ټاکنو سره يې د پرېکون ګواښ کړی و، وايي چې دستي ټاکنې نه تحریموي، خو د حاکم انتخاباتي ټیم په وړاندې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي چې د جمعې په ورځ يې د نوماندانو د شورا په استازولۍ په یوه خبري غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې دوی پرېکړه کړې چې خپلې انتخاباتي مبارزې به پیلوي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند شهاب حکیمي
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند شهاب حکیمي

ده وویل: ټاکنیزې مبارزې پیلېږي، راځم د تحریم مسئلې ته، موږ د تحریم ګواښ ته دوام ورکوو، تر هغې وخته چې که چېرې انتخابات کېږي، نو باید په دې پروسه کې اصلاحات رامنځته شي، تر څو شفافې ټاکنې ولرو چې افغانانو ته د منلو وړ وي، اوس مهال موږ په ټول افغانستان کې خپلو فشارونو ته دوام ورکوو.

ښاغلي حکیمي ونه ویل چې د تحریم دا ګواښ به ترکومه روان وي، خو ويې ویل چې تېره شپه د نوماندانو شورا په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر په ګډون د بېلابېلو سفارتونو له سفیرانو سره ناسته درلوده او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه يې خپلې اندېښنې له دوی سره هم شریکې کړي.

د نوماندانو شورا د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د تحریم ګواښ وکړ.

دې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، هغه وړاندیزونه چې دوی د عادلانه، پاکو او باوري انتخاباتو لپاره حکومت، انتخاباتي کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې ته کړي وو، په پام کې نه دي نیول شوي.

د کاندیدانو شورا دغه شان حاکم انتخاباتي ټیم له دولتي امکاناتو نه په ګټې اخیستنې هم تورن کړي و.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم او د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټیم په خپلو کمپاینې غونډو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخیستې چې دا له ټاکنیزو اصولو سرغړونه بلل کېږي.

خو د ثبات او همپالنې او دولت ساز انتخاباتي ټیمونو دغه ادعاګانې رد کړي دي.

په ورته وخت کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عدالت ټاکنیز ټيم ویاند قادر شاه د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت انتخاباتي اصلاحاتو ته پاملرنه نه ده کړې او هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ ته زمینه برابره شي.

ده زیاته کړه: حکومت په وار وار ژمنې کړي، خو له بده مرغه چې د ټاکنیز سېستم د اصلاح لپاره هېڅ ونه شول، حکومت نه یوازې دا چې د ټاکنو لپاره يې ظرفیتونه رامنځته نه کړل، برعکس حکومت هغه ظرفیتونه هم چې د ټاکنو لپاره په وجود راغلي وو، هغه يې هم په ډېرې بې رحمې سره له منځته یوړل.

که څه هم افغان حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ډاډ ورکړی و چې د شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دي او په دې ټاکنو کې به هیڅ چاته ته د لاسوهنې حق ورنه کړي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته ۱۸کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG