د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د جمهوري ریاست نوماندانو ته د نوماند رحمت الله نبیل چلنج


د افغانستان د جمهوري ریاست نوماند رحمت الله نبیل
د افغانستان د جمهوري ریاست نوماند رحمت الله نبیل

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم د جمهوري ریاست نوماندانو ته چلنج ورکړ چې په مناظرو کې ورسره ګډون وکړي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو په اوومه ورځ رحمت الله نبیل د لویې جرګې په خېمه کې خپلو یو شمېر پلویانو ته په وینا کې تور پورې کړ چې د ملی وحدت حکومت په بېلابېلو برخو کې ناکام دی.

ښاغلي نبیل د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې یو بل ته د پېغورونو پر ځای دې له نوموړی سره په مناظرو کې ګډون وکړي.

ده وویل: په ډېر لنډ وخت کې به موږ خپل منشور په مناظرو کې اعلان کړو، خدای دې وکړي چې هغه مشران چې په دې څو کلونو کې په ناخوالو کې شریک دي، هغوی مناظرو کې حاضر شي، په مناظره کې به موږ ودرېږو او خلکو ته به وايوو چې په دې هېواد کې څه تېر شوي، څوک د دې سبب شوي، ولس ته به اسناد وړاندې کوو، ولس به بیا تصمیم نیسي.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته انتخاباتي سیالۍ د تېرې یکشنبې په ورځ پيل شوې چې یوازې له اتلسو کاندیدانو محمد اشرف غني دوه ځله، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار یو یو ځل خپلو پلویانو ته ځیني پروګرامونه تشرېح کړي دي او د جمهوري ریاست انختاباتو ته کاندید عنایت الله حفیظ بیا د کمپاین په لومړۍ ورځ له خپلو پلویانو سره یو ځای په یوه حرکت کې د کابل په لوېدیځ کې سړکونه پاک کړل.

که څه هم د ثبات او همپالنې انتخاباتي او نورو بېلابېلو ټیمونو د مناظرې د بلنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی ټیم وايي، هر هغه چا سره مناظرو ته چمتو دی چې ځانګړې برنامه ولري.

د دغه انتخاباتي ټیم مطبوعاتي غړی غفور احمد جاوېد ازادي راډيو ته وویل: زمونږ کاندید د یوې برنامې په اساس مخکې ځي، هر هغه څوک چې د سولې، اقتصاد او په بېلابېلو نورو برخو کې د یوې برنامې په اساس مخ کې ځي، موږ چمتو یوو چې ورسره مناظره کې ګډون وکړو، هر هغه څوک چې برنامه نه لري، له هغه سره وخت نه ضایع کوو.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم د مطبوعاتو غړی غفور احمد جاوېد
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم د مطبوعاتو غړی غفور احمد جاوېد

رحمت الله نبیل د شنبې په ورځ خپلو پلویانو ته د پروګرامونو د تشرېح پرمهال وویل چې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او ښې حکومتوالي په برخو کې یې داسې منشور جوړ کړی چې له نورو کاندیدانو سره توپير لري.

نوموړي ادعا وکړه چې د هغه برنامه او منشور د افغانانو له لوري د افغانستان شرایطو ته په کتو چمتو شوی، نه د کوم بهرني له لوري.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه مناظرې د انتخاباتي کمپاینونو مهمه برخه بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ اجرائیو رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل: د کمپاین یوه اصلي موخه دا ده چې خلک د ښو او بدو منځ کې توپير وکړي، پکار ده چې کاندیدان یو بل سره مناظرې او همداشان تورې او سپينې وکړي، ترڅو خلکو ته دا قابلیت ورکړي چې د کاندیدانو راتلونکي او د هغوی په پروګرامونو ځان پوه کړي او بیا یې په اساس رأیې ورکړي.

ښاغلی رشید زیاتوي چې ټول کاندیدان باید په یوه منظره کې سره ګډون وکړي او خپل پورګرامونه خلکو ته تشرېح کړي او په اړه یې ځواب ویوونکي واوسي.

XS
SM
MD
LG