د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

عبدالله عبدالله: افغان پولیس باید په ټاکنیزو کمپاینونو کې بې پرې پاتې شي


د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدلله
د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدلله

د افغان حکومت اجرائيه رئيس وايي، د ټاکنیزو کمپاینونو په منډو ترړو کې افغان پولیس باید بې پرې پاتې شي.

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کمپاینونو لړۍ له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوې، د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدلله په دغو کمپاینونو کې د ملي پولیسو پر بې طرفۍ ټينګار کوي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې د پولیسو د همغږۍ نړېوال بورډ ته خبرې کولې، وویل: په ټاکنیزو کمپاینونو کې د پولیسو بې طرفه پاتې کېدل باید ستاسو لومړیتوب وي، که زموږ امنیتي پولیس په دې حساسو شرایطو کې که له احتیاط څخه کار وانخلي او طرف واقع نه شي، د خلکو هغه باور چې په ملي پولیسو باندې دی، هغه به له منځه ولاړ شي.

ښاغلي عبدالله دغه شان ټينګار وکړ چې ملي پولیس دې له قانون سره سم خپلو دندو ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړی وايي: په امنیتي ادارو کې، خصوصاً د ملي پولیسو په صفوفو کې اوس هم فساد شته او باید د یاد فساد د مخنيوي په خاطر جدي هڅې وشي.

اجرائيه رئيس د خپلو خبرو په دوام وویل: د ملي پولیسو لپاره راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې یوه ازموینه ده او دوی باید دا ازموینه په بریالیتوب سره تېره کړي.

ښاغلی عبدالله په ولسمشریزو ټاکنو کې د پولیسو د بې پریتوب خبره په داسې حال کې کوي چې مخکې له دې افغان ولسمشر هم ویلي چې هېڅ یو دولتي چارواکی په کمپاینونه کې د ګډون حق نه لري چې دا خبره تر ډېره نه ده تطبیق شوې.

د افغانستان د ولسمشرۍ راټلونکو ټاکنو ته اتلس کسان نوماندان دي چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله هم په کې شامل دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي په دې اړه یادې غونډې ته په خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت به په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او دا زموږ تعهد دی له ټولو افغانانو سره، موږ د راتلونکو ټاکنو د ښه امنیت لپاره لازم تدابیر لرو او له مرستندویو هېوادونو مننه کوم چې په دې برخه کې یې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتلي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي

د پولیسو د همغږۍ نړیوال بورډ هر کال په افغانستان کې د ملي پولیسو په صفوفو کې د فساد، ظرفیت لوړونې، له خلکو سره د چلند او خپلو اصلي دندو ته د دوی متوجې کول تر بحث لاندې نیسې.

په دې بورډ کې د مرستندویو هېوادونو سفیران هم برخه اخلي او له افغان حکومت سره د پولیسو په روزنه او هر اړخیزو اصلاحاتو کې لازمې مشورې او مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG