د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ویسا: د دوحې خبرې په کوم لور روانې دي؟


آرشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
آرشیف، د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د تېر په شان یو ځل بیا د سولې په روانې پروسې او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د دوحې خبرې په کوم لور روانې دي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي تر اوسه هم د سولې خبرې یوازې د دوو اړخونو (امریکا او طالبانو) ترمنځ محدودې دي چې ان د خبرو مهم ټکي تر اوسه له افغانانو او د سیمې له هېوادونو سره شریک شوي نه‌دي.

د لیکوال په باور که دغه انحصار مات شي او د چین او روسیې په شمول د سیمې هېوادونه د سولې پر بهیر ورګډ شي، لږ تر لږه د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی توافق د دوی په تضمین تأیید شي، بیا هېڅ لوري ته هم د دې توافق ماتول داسې اسانه نه‌دی.

د سرمقالې لیکونکی وړاندیز کوي یوازې د چین او د روسیې ورشریکول هم کافي نه‌دي، طبیعي ده چې بین‌الافغاني تفاهم او په ټوله کې پر افغان سوله سیمه‌ییزه اجماع او یوه ګډه پرېکړه د جګړې پای ته رسېدل تضمینولای شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې افغان حکومت باید د سولې اهمیت درک کړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې ډېره جالبه دا ده چې په افغانستان کې د سولې او انتخاباتو بهیرونه پيل شوي چې یو بل نفي کوي.

د لیکوال په باور سوله له انتخاباتو زیاته مهمه ده افغان حکومت باید د ملت د زړه غږ واوري او ورته لبیک ووايي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي د جمهوري ریاست انتخابات خیالي ترسره نه‌شي.

د سرخط په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي انتخاباتو ته چمتووالی لري او که دوه ټیمونه هم وي انتخابات به ترسره کوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې ممکنه نه‌ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې وړتیا ولري چې سراسري انتخابات ترسره کړي، نو که دغه انتخابات وهم شي، ستونزې به وزېږوي او لار به نورو کړکېچونو ته پرانیزي.

بل‌خوا هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د جمهوري ریاست انتخابات به هرو مرو کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي له انتخاباتو سره هم‌مهاله د سولې خبرې هم روانې دي، د انتخاباتو مخالف او وسله‌والو طالبان هڅه کوي چې انتخابات ترسره نه‌شي.

د لیکوال په باور دا د افغان ولس په ارادو پورې اړه لري او زیات ورته مهم هم دي او بېلابېل به تعقیبېږي.

XS
SM
MD
LG