د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنې


آرشیف، په افغانستان کې بهرني ځواکونه
آرشیف، په افغانستان کې بهرني ځواکونه

له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرو خلک اندېښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل سولې ته د رسېدو د لارې اساسي شرط ګڼي، خلک د نا امینو په زیاتېدو او د کورنیو جګړو د بیا پیلېدو په اړه اندېښنې ښيي.

د دې هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو وروستیو خبرونو اندېښمن کړي او نه پوهېږي چې هېواد یې په کوم لوري روان دی.

سید اسدالله چې له سیاست سره کار نه لري او د کور لګښت د کالیو خرڅولو له لارې ګټي، د سولې د خبرو ناڅرګنده راتلونکې ته اندېښمن دی.

دی په دې باور دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره به هېواد اویایمې لسیزې ته وګرځي او حتی که د سولې خبرې نتیجې ته هم ورسېږي، بیاهم دا وېره شته چې د بهرنیو ځواکونو په نشتوالي کې به هېواد له ناوړه پېښو سره مخ شي.

ده وویل: د امنیت اندېښنه لرو، که امریکايي ځواکونه ووځي او له طالبانو سره توافق وشي او یو ضمانت واخیستل شي چې نور به جنګ نه کوي، ښه ده او که د روسیې په شان ووځي، بیا به کورني جنګونه پیل شي او له بلې خوا به طالبان هم جنګ کوي، که امریکا دلته اوسې ښه ده.

ځیني بیا په دې خاطر چې د بهرنیو ځواکونو وتل به اوږدمهاله سوله راولي، خوشبین دي، خو بیا هم وايي، که د بهرنیانو وتل د جنګ اور تازه کړي، په دې صورت کې به له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتو ملاتړی نه وي.

فواد احمد د کابل یو بل اوسېدونکی وایي: زما نوم فواد دی، زه فکر کوم امریکا دې خپل ځواکونه نه باسي او که ویې باسي، ممکن یو شمېر وباسي، که سوله راشي کار کوو او ډېره ښه ده، اوس مو امنیتي ځواکونه قوي دي او د دښمن پر وړاندې له هېواده دفاع کولی شي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو بحث د طالبانو له خوا له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پیل اساسي شرط دی.

طالبانو بیا بیا ویلي چې د دوی د خبرو لوری امریکا ده او له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو د مهالوېش ټاکل د بین الافغاني خبرو پیل وي.

په وروستیو ورځو کې امریکايي چارواکو او په تېره د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ له بل هر وخت نه زیات له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو خبره کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

اوس چې په یو شمېر ولایتونو کې د ناامنیو او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي خبرې کېږي، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو هم له یوې ورځې بلې ته اندېښنې زیاتې کړي، هغه اندېښنې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال له اندېښنو سره ورته دي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې، د هېواد ډېری خلکو ګاونډیو هېوادونو ته مخه کړه.

په هغو کلونو اقتصادي او سوداګریز ثبات هم په خپل حالت پاتې نه شو، ډېرو سوداګرو له دې ډاره چې هېواد به یې یوځل بیا د کورنیو او نیابتي جګړو ډګر شي، خپلې پانګې یې له هېواده وایستلې.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونه هم دغه اندېښنه لري او وايي، د هېواد ناڅرګندې راتلونکې اندېښمنه کړې او د هېواد پر اقتصاد او سوداګرۍ به بې اغېزې نه وي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي: امنیتي ګواښونه پر اقتصادي سکټور تاثیر لري، له بلې خوا موږ د سولې په تړاو چې څه اورو هیله مند او خوښېږو، ځکه زموږ پر کارونو هم اثر لري، خو نامعلوم وضعیت واقعاً اندېښمن کړي یوو، زموږ پر اقتصاد تاثیر لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

خو د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه اندېښنې بېځایه ګڼي او وايي چې د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا د ۲۰۱۴ کال په شان نه ده.

ده وویل: د ۲۰۱۴ کال په پرتله د افغانستان د امنیتي ځواکونو وضعیت متفاوت دی، نن امنیتي ځواکونو ته ووینئ چې د بهرنیو ځواکونو له موجودیت پرته د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري، د تجهیزاتو او توانايۍ له پلوه توپیر لري، خلک مو باید د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنه ونه کړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه محمداګل مجاهد په دې باور دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د هېواد د ټولو لاسته راوړنو د وتو په معنی دي چې په دغو کلونو کې یې لاسته راوړي دي.

XS
SM
MD
LG