د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

وسله‌وال مخالفین څنګه کولای شي د خلکو د اوسېدو په سیمه کې کور کرایه کړي؟


هغه کور چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش د کسانو له‌خوا په کرایه نیول شوی و.
هغه کور چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش د کسانو له‌خوا په کرایه نیول شوی و.

په کابل ښار کې د امنیتي ادارو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو ترمنځ نه‌همغږي لامل شوې چې په پلازمېنه کې ځیني ترهګریز بریدونه له استوګن ځایونو پلان شي.

کابل ښاریان د دې اندېښنې ترڅنګ ټینګار کوي چې اړوندې ادارې باید د استوګنې لپاره د کرایه اخیستونکي څخه قوي تضمین واخلي او بیا ورته په یوه سیمه کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د کابل په اتمه، ۱۵مه او د بګرامۍ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پر درېيو کورونو چې وسله‌وال په‌کې ځای پر ځای شوي وو، عملیات ترسره کړل او د داعش څو کسان‌یې په‌کې ووژل.

دغه کور چې ۸ ساعته پرې جګړه وشوه اوس په یوې کنډوالې اوښتی، پر دېوالونو یې د ګولیو بې‌شمېره سوري لیدل کېږي او ټولې دروازې او کړکۍ یې له‌منځته تللې دي.

د دې کور شااوخوا ګاونډیان وايي، دوی په لومړي سر کې نه‌پوهېدل چې په دغه کور کې څوک اوسېږي، خو کله چې امنیتي ځواکونه دغه کور کلابند او عملیات‌یې پرې پیل کړل، معلومه شوه دلته د دولت وسله‌وال مخالفین ځای پر ځای شوي وو.

دوی له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د اشخاصو په پېژندنه او له دوی څخه د قوي ضمانت په اخيستلو کې له جدیت څخه کار واخلي.

د دغه کور یو ګاونډی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو وویل: "له حکومت څخه مو هیله ده چې زموږ امنیت ټینګ کړي، ټولې اړوندې ادارې باید په خپل کار پوه شي، که هغه ښاروالي ده، که امنیه قومانداني ده، ستونزه دا ده چې کله یو نوی ګاونډی راځي موږ پرې نه‌خبرېږو چې دا څوک دی، له کوم ځای څخه راغلی دی."

داعش پورې تړلو کسانو پر کابل ښار د حملو پلان د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ له دغه کوره طرحه کاوه چې افغان ځواکونو پرې عملیات وکړل.
داعش پورې تړلو کسانو پر کابل ښار د حملو پلان د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ له دغه کوره طرحه کاوه چې افغان ځواکونو پرې عملیات وکړل.

په ورته وخت کې مو د معاملاتو د لارښوونې دفترونو نه چې په دې برخه کې زیات ښکېل دي، وپوښتل چې که یو کس چې په کرایه کور نیسي، په اړه‌یې کړنلاره څه ده؟

په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې د یوه دفتر مسئول حاجی ثناءالله وايي: "د معاملاتو لارښوونې دفترونو کړنلاره دا ده چې کله څوک موږ ته د کور کرایې لپاره راځي، اول باید ضمانت خط او هغه ځای کې چې نوموړی اوسېږي د ګذر د وکیل امضا او ټاپه موږ ته راوړي، کله چې دغه ورقې موږ ته رواړل شي موږ له هغه امنیتي فورم سره چې اړوندې حوزې راکړي وي، ضمیمه کوو او په ۴۸ ساعتونو کې امنیتي ادارو ته‌یې سپارو."

د دې موضوع د لا وضاحت لپاره ازادي راډيو له داسې چا سره خبرې کړي چې د اړوندې حوزې مسئولینو ورته شپږ میاشتې وړاندې د تضمین او امنیت فورمه سپارلې، خو د نوموړي په خبره چې تر اوسه‌یې چا پوښتنه هم نه‌ده کړې.

دغه کس چې نوم‌یې اقبال دی داسې وايي: "شپږ میاشتې کېږي چې دغه امنیتي فورم ماته راکړل شوی، خو نه‌یې چا پوښتنه وکړه او نه هم څوک پسې راغلي، زه هم په خپلو کارونو کې مصروف یم او دومره زیاته توجه مې ورته نه‌ده کړې."

  • اوس پوښتنه دا ده چې د دغه ډول حالت دوام، ملکي کسانو ته څومره ګران تمامېدای شي؟
دغه کور چې د داعش کسان په‌کې اوسېدل د افغان ځواکونو عملیاتو او د جنګیالیو د نښتې پر مهال ویجاړ شو.
دغه کور چې د داعش کسان په‌کې اوسېدل د افغان ځواکونو عملیاتو او د جنګیالیو د نښتې پر مهال ویجاړ شو.

د کابل ښار اوسېدونکی خالد امیري ازادي راډیو ته وویل، د اړوند بنسټونو بې‌غوري د دې لامل کېږي چې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو په نښتو کې بې‌ګناه ملکي کسان ووژل شي.

ښاغلی امیري زیاتوي: "دا یوه واضح ستونزه ده چې هر هغه څوک چې د ولایتونو څخه راځي او غواړي په کابل کې استوګن شي هغه فورم چې د رهمنا له‌خوا ورکول کېږي، دوی ورته پام نه‌کوي همدغه دلیل دی چې امنیتي ستونزې راپیدا کېږي او خلکو ته یو درد سر جوړوي."

د کابل پولیس که څه هم له تېر کال راهیسې د دغه ډول پېښو شمېر نه‌لري، خو وايي چې له داسې موضوعګانو بې‌خبره نه‌دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کابل امنیه قوماندان خپلو ټولو حوزو امرینو ته جدي سپارښتنه کړې چې هر هغه کورنۍ چې له یو ځایه بل ځای ته نقل مکان کوي باید د حوزې امر په جریان کې پاتې شي، که د حوزې امر په دې برخه کې بې‌غوري وکړي سم دلاسه به له خپلې دندې لیرې کېږي."

له دې وړاندې هم د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې وسله‌والو مخالفینو د خلکو له کورونو ګټه اخیستې او یو لړ ترهګریز بریدونه‌یې د استوګنې په کورونو کې پلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG