د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى وايي، که پر پاکستان فشار راوستل شي، ممکن د هغو تروريستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې لاس لري.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، له داعش ډلې پرته، نورې تروريستي ډلې تر ډېره د طالبانو تر رهبرۍ لاندې فعاليت لري.
د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې د فعاليت پراخېدو ګڼ کسان اندېښمن کړي دي.
په کونړ کې هم د داعش ډلې د تحرکاتو او له طالبانو سره يې د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د ننګرهار د ولايتي شورا له غړي ذبيح الله زمري څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې داعش تر ننګرهار څخه وروسته کونړ ولايت ته ولې او څنګه مخه کړې ده؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: