د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

یو شمېر محصلینو او استادان: ځینې استادان امارت یا اسلامي خلافت غوره ګڼي


د افغانستان په پوهنتونونو کې د افراطیت خپرېدو ته په‌دې وروستیو کې اندیښنې زیاتې شوي دي.

یو شمېر محصلینو او استادانو ازادي راډیو ته ویلي چې ځینې استادان شته چې پر اوسني جمهوري نظام امارت یا اسلامي خلافت غوره ګڼي.

بصیره اختر د کابل پوهنتون محصله په‌دې پوهنتون کې د افراطیت د خپریدو یوه قرباني ده.

۲۲ کلنه بصیره چې د حقوقو د پوهنځي د څلورم کال محصله ده، وایي، روان کال دوه ځلي وهل ټکول شوې ده: "د ثور په پنځمه یوې ډلې پر ما حمله وکړه او زه یې وډبولم او هغه هم په‌دې خاطر چې ټکرۍ مې له سره یوې خوا ته شوی و. زه یې د عیسویت په دودولو تورنه او په سوکانو او لغتو ووهلم. یوه میاشت وروسته د جوزا په شلمه یوه ډله چې لښتې ورسره وې، بیا پر ما حمله وکړه او زه یې د عیسیوت په دودولو تورنه کړم. ما ته یې ویل چې دا اسلامي ملک دی."

د بصیرې قضیه د هغه افراطیت یوه کوچینۍ بېلګه ده چې د افغانستان په پوهنتونو کې یې د داعش او طالبانو په څېر مختلفې تُندلارې ډلې د خپرېدو هڅې کوي.

دا ډلې غواړي چې پوهنتونونه ځان ته د جلب و جذب پر مرکزونو بدل کړي.

دا مسئله په اوسني حساس وخت کې چې د افغانستان حکومت هیله من دی چې د طالبانو له سخت دریځې ډلې سره به د سولې یو جوړ جاړی وشي، یو ګواښ ګڼل کېږي په تېره بیا له دې پلوه چې که د سولې تړون وشي ښایي ټوکیدونکي افراطې ډلې د دې هېواد امن او ثبات له خطر سره مخامخ کړي.

په‌دې وروستیو کې افغان چارواکو په کابل کې د یوې افراطي ډلې چې دوه یې د کابل پوهنتون استادان او درې یې هم پخواني محصلین وو، د نیول کېدو خبر ورکړ.

له دې مخکې د ننګرهار پوهنتون د طالبانو او د داعش ډلو له‌خوا د خلکو د جلب و جذب یو مرکز ګڼ کېده.

د وروستۍ یوې څېړنې له مخې چې د افغانستان په لوړو تحصیلي موسسو کې د افراطیت د خپرېدو په اړه شوې، معلومه شوې چې د پوښتونکو په سلو کې ۳۴ یې د افغانستان د اوسنۍ ډموکراسۍ او په سلو کې ۵۱ یې د اسلامي امارت چې د طالبانو رسمي نوم دی، ملاتړ کړی خو دا یې هم غوره ګڼلې چې هغه دې اسلامي خلافت وي.

د هرات پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد عبدالوهاب صدیقي ازادي راډیو ته ویلي چې ورته په حزب التحریر کې د غړیتوب بلنه ورکړل شوې هغې ډلې ته چې غواړي اسلامي خلافت واکمن شي:"دوی په افغانستان کې د اسلامي خلافت د جاري کېدو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ړنګېدو خوبونه لرل او دا هغه مسایل و چې د مختلفو دیني روایتونو پر اساس یې هغه توجیه کول. دا چې ګواکې افغانستان یو اشغال شوی هېواد دی او موږ باید د جهاد او مقاومت لپاره خلک سره منسجم کړو."

حبیب الرحمن نوري چې د کابل د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوی ازادي راډیو ته وویل چې په ټوله تحصیلي دوره کې دی د دغسې هڅو شاهد و، ان دا چې استادانو محصلین افراطیت ته رابلل:"د تحصیل له پیله تر ختمه پورې موږ له دا ډول مواردو سره مخامخ شوي یو. یو شمېر استادان شته چې د پاکستان په ګډون یې په بهرنیو هېوادونو کې په دیني مدرسو کې زده کړې کړي دي. دوی د هېواد، نظام او د خلکو په اړه تقربیاً تیاره افکار لري او غواړي چې دلته یو اسلامي خلافت رامنځ ته کړي."

د کابل پوهنتون د څو استادانو او محصلینو تر نیول کېدو وروسته د افغان ولسمشر مرستیال سرور دانش په کابل کې په یو عملي سمنیار کې هم د لوړو زده کړو په موسسو کې د افراطیت خپریدو ته اندیښنه څرګنده کړه: "په پوهنتون کې که د علم او څېړنې ځای سیاسي جهتونه او افراطي او تُندلاري ایډيالوژي ونیسي، هېواد به مو یو ځل بیا د انحراف او بحران خوا ته راکښل شي. موږ یو ځل بیا له استادانو او علماوو غواړو چې په منطق او دلیل سره د افراطي جریانونو پر وړاندې ودریږي."

د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وایي، څه چې په ټولنه کې وي د پوهنتونونو پر فضا هم سیورۍ غوړوي او له نفوذه یې هم پوهنتونونه خوندي نه‌شي پاتې کیدای، خو دی ژمنه کوي چې د کابل پوهنتون کې به هر هغه فعالیت ته اجازه ورنه‌کړي چې د قانون خلاف او ټولنې ته ګواښ پیښوي.

XS
SM
MD
LG