د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

حکمتیار حکومت ناکام او تصامیم‌یې د بهرنیانو دستور ګڼي


د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند ګلبدین حکمتیار
د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماند ګلبدین حکمتیار

د «سولې او اسلامي عدالت» انتخاباتي ډله د ملي یووالي حکومت پر کړنو له انتقاد سره سره، دغه حکومت ناکام او تصامیم‌یې د بهرنیانو دستور ګڼي.

د دغې انتخاباتي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو انتخاباتي مبارزو په دوهمه غونډه کې چې د جنوب ختیځو سیمو اوسېدونکو په‌کې ګډون درلود، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۱۵» وویل، په دغه هېواد کې یوازې یو ځواکمن ګوند کولای شي چې سوله او امنیت ټینګ کړي، نه حکومت او نه کابینه چې په تصمیم نیونو کې استقلال نه‌لري.

ښاغلي حکمتیار د ملي یووالي حکومت ائتلافي وګاڼه ویې‌ویل، ارګ په خپله نه، بلکې د افغانستان د چارو په اړه نور هېوادونه تصمیم نیسي.

دی زیاتوي: "دا چې راتلونکی حکومت څرنګه جوړېږي او ایا انتخابات کېږي او که نه، ایا د خلکو غوښتنې په پام کې نیول کېږي او که نه؟ دغه تعبیرونه یوازې یو پیاوړی ګوند کولای شي رامنځته کړي. ایا تاسې مثبت بدلون غواړئ؟ دا د اشخاصو او ائتلافونو کار نه‌دی. د ملي یووالي حکومت کمزوری دی، ولسمشر او کابینه په تصمیم نیولو کې مستقله نه‌ده. تصمیم بهرنیان نیسي."

دی په داسې حال کې چې د ولسمشریزو انتخاباتو په کېدو شک لري وايي، که بریالی شي په هېواد کې به مثبت بدلون راشي.

په دې وروستیو ورځو کې، یو شمېر نورو کاندیدانو هم د ملي یووالي پر حکومت تند انتقادونه کړي دي.

خو د افغانستان اوسنی ولسمشر او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د حکومت جوړوونکي ټیم مشر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې له خپلو انتخاباتي سیالانو وغوښتل چې د ده څو کلنه کړنلاره دې له نظره تېره او زده‌کړې دې ترې وکړي.

د ناامنیو او بې‌کارۍ زیاتوالی، اداري فساد او په تصمیم نیولو کې د ملي یووالي د حکومت کمزوري، د یو شمېر کاندیدانو انتقادونه دي.

زلمی رسول
زلمی رسول

دا انتقادونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ولسمشریزو انتخاباتو یوه کاندید زلمي رسول، د ښاغلي غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم په ګټه، له خپلې کاندیداتورۍ لاس واخیست.

ښاغلي غني د دولت جوړوونکي ټیم په ګټه د زلمي رسول د تېرېدنې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وویل: "نن له ډاکتر صاحب زلمي رسول سره یوځای یو، موږ یو د بل اخلاص منو، یو له بل سره لاس ورکوو او په غېږ کې یې نیسو، دا د افغانستان لویه غېږه ده چې ټول افغانان په‌کې ځان ویني."

زلمی رسول په داسې حال د خپل انتخاباتي سیال ملاتړ کوي چې ځیني کاندیدان د ولسمشریزو انتخاباتو پر کېدو ډېر باوري نه‌دي.

XS
SM
MD
LG