د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

پنټاګون په عربي خلیج کې د یوه نړیوال ائتلاف د جوړولو په اړه غور کوي


پنټاګون وايي، په عربي خلیج کې د تجارتي د کښتیو د پوځي بدرګې لپاره د یوه نړیوال ائتلاف د جوړولو په اړه غور کوي.

یوه ورځ وروسته له دې چې د ایران وسله‌والو کښتیو په هُرمز تنګي کې یوه بریتانوۍ کښتۍ وګواښله، پنټاګون ویلي چې په فارس خلیج کې د کښتیو د امنیت د خوندي کولو لپاره د یوه نړیوال ایتلاف جوړیدو ته نژدې شوی دی.

جنرال مارک میلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز څوکۍ ته نومولی دا خبره پرون د امریکا د سنا د وسله‌والو خدماتو کمېټې ته وکړه.

جنرال میلي وویل چې دا نړیوال ائتلاف ښايي په راتلونکو څو اونیو کې جوړ شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې بریتانیا د پنجشنبې په ورځ وویل، د ایراني درېیو وسله‌والو کښتیو هڅه وکړه چې په هُرمز تنګي کې د بریتانیا یوه تېل وړونکی ټانکر ودروي.

له دې مخکې د بریتانیا سلطنتي سمندري ځواکونو په جبل الطارق کې د ایران یوه تېل وړونکې کښتۍ سوریې ته د تیلو د انتقال په شک نیولې وه او ایراني چارواکو په غبرګون کې ګواښ کړی وو چې د بریتانیا دا اقدام به بې ځوابه پرې نه ږدي.

په عربي خلیج کې کړکېچ په وروستیو څو اونیو کې پراخ شوی او دا په داسې حال کې ده چې د ایران له اټمي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته د ایران اقتصاد د امریکا له خوا پر دې هېواد د بندیزونو د بیا لګولو له کبله په بد حالت کې دی.

وروستیو پرمختګونو د بریتانیا او اروپايي هېوادونو هغه هڅې هم زیانمنې کړې دي چې غواړي د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې امریکا پریکړه کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به سمدستي په هغو چارواکو کې نه شاملوي چې بندیزونو پرې لګول شوي.

سرچینې: امریکا د اوس لپاره د ایران پر بهرنیو چارو وزیر بندیز نه‌لګوي

څارونکي وايي، دا پریکړه کولی شي د ایران د کړکېچ د حل لپاره، د ډیپلوماسۍ لاره پرانیستې پریږدي.

رویټرز خبري اژانس د دوو چارواکو له قوله چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي وايي، ظریف به د اوس لپاره د امریکا په بندیزونو کې شامل نه وي.

دواړو سرچینو په‌دې اړه چې امریکا ولې پر ظریف د بندیزونو له لګولو ډډه کړې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

امریکايي چارواکو په‌دې اړه تر اوسه رسماً څه نه‌دي ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې ویلي و د امریکا له احتمالي بندیزونو سره هېڅ راز ستونزه نه‌لري.

د امریکا او ایران په اړیکو کې کړکېچ په وروستیو څو اونیو کې اوج ته رسېدلی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس اوس پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو خبرداری هم ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG