د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

سي.اېن.اېن: ایران هرمز کې د بریتانیا د تیلو ټانګر ته امر کړی و څو لاره بدله کړي


امریکايي رسنیو راپور ورکړی دی چې پنځو په وسلو سنبالو ایراني کښتیو د هُرمز په ستراتیژیک تنګي کې د بریتانیا د تیلو د یوې بیړۍ د نیولو هڅه کړې ده، خو د بریتانیا شاهي سمندري ځواک په شاه کړي دي.

دا پېښه د ایران له‌خوا د بریتانوي کښتۍ د برمته کولو له خبرداري وروسته پېښیږي.

«سي.اېن.اېن» ټلوېزیوني شبکې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې ایرانیانو د بریتانیا د تیلو هغه ټانګر ته چې له هُرمز تنګي تېرېده امر کړی و، څو خپله لاره بدله کړي او څېرمه د ایران په اوبو کې ودریږي. خو «سي.اېن.اېن» زیاته کړې، وروسته له هغې چې د بریتانیې د سمندري ځواک یوې کښتۍ چې د تیلو د دې ټانکر ملتیا یې کوله، د ایراني کښتیو پر خوا د خبرداري لپاره وسلې واړولې هغوی په شا شول.

تر اوسه هېڅ لوري په رسمي توګه دا پېښه نه‌ده تأیید کړې.

دا اقدام له هغې څو ساعته وروسته شوی چې د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړ چې په تېره اوونۍ کې به د ایران د خامو تیلو د یو لوی ټانکر د نیول کیدو له عواقبو سره مخ شي.

نوموړي وویل:"موږ ټول باید داسې څه وکړو چې بیړۍ چلوونه په نړیواله کچه خوندي وي. باید داسې څه وکړو چې په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد کرښې خوندي وي. زه انګلیسانو ته وایم چې تاسو د ناامنۍ پیلوونکې یئ او باید په عواقبو یې وروسته پوه شئ او درک یې کړئ."

بریتانیا سمندري ځواکونو د جولای په څلورمه نېټه د ګریس ۱ په نوم د ایران د خامو تیلو د لېږد یوه کښتۍ په‌دې شک ونیوله چې سوریې ته یې تیل انتقالول.

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک یوه قوماندان د جولای په پنځمه نېټه بریتانیا ته د ورته اقدام خبرداری ورکړی و.

XS
SM
MD
LG