د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو صدراعظم د ایران په وروستي اقداماتو غږېدلي


ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
ارشیف، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې د ایران د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند جد دییر «Judd Deere» پرون- پنجشنبې وویل، ټرمپ او نتانیاهو د امریکا او اسرائیلو د ملي امنیتي ګټو د خوندي کولو او په سیمه کې د ایران د ورانکارو اقداماتو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د نتانیاهو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په‌دې ټیلیفوني مکالمه کې د ولسمشر ټرمپ د هغه خبرداري په اړه هم خبرې وشوې چې وايي، د ایران پرضد بندیزونه به لا زیات کړي.

بیان زیاتوي چې نتانیاهو پر ایران د بندیزونو د زیاتولو لپاره د ټرمپ د پلان ستاینه وکړه.

متحد ایالات د مې میاشتې له نیمايي تر پرون پورې په خلیج کې د څو حملو په خاطر ایران ګرم بولي.

بریتانیا پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې سمندري ځواکونو یې د ایران د هغو درېیو کښتیو مخه نیولې چې په هُرمز تنګي کې یې د یوې بریتانوۍ تجارتي کښتۍ لاره نیولې وه.

د بریتانیا حکومت پرون په یوه بیان کې وویل چې درې ایرانۍ کښتۍ په هُرمز تنګي کې د «British Heritage» یا بریتانوي میراث په نوم د بریتانوۍ کښتۍ خوا ته ورغلې، خو د بریتانیا د سمندري ځواکونو کښتۍ ځان د هغوی ترمنځ حایل کړ او ایراني کښتیو ته یې شفاهي خبرداری ورکړ چې په نتیجه کې هغوی له سیمې لېرې شوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جُرمي هنټ پرون د جولای په ۱۱مه نېټه په لندن کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال د بریتانیا سمندري ځواکونه د دې اقدام په خاطر وستایل:"واضحه خبره ده چې دا جریانات د اندېښنې وړ دي، خو په عین حال کې زه د بریتانوي کښتیو د خوندي کولو په خاطر د سلطنتي سمندري ځواکونو پر ونډه ویاړم. موږ به په خورا زیات احتیاط د روان وضعیت څارنې ته دوام ورکړو."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جُرمي هنټ
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جُرمي هنټ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د پنجشنبې په ورځ د بریتانوۍ کښتۍ ګواښل یوه بې ارزښته ادعا وبلله او رد یې کړه.

په خلیج کې د ایران له‌خوا د بریتانوي کښتیو د مخنیوي راپورونه یوه اوونۍ وروسته له هغه خپرېږي چې بریتانیا په جبل الطارق کې د ایران یو ټانکر کښتۍ ضبط کړه.

د بریتانیا سمندري ځواکونو د ګرېس یو «Grace 1» په نوم دا ټانکر په‌دې تور ضبط کړ چې پر سوریې د اروپايي ټولنې له‌خوا له لګول شویو بندیزونو څخه یې سرغړونه کړې او هغه هېواد ته یې تېل لېږدول.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG