د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

سږ پسرلی د کابل ښاریانو د مرګ‌ژوبلې ۹۰ سلنه کمښت


د کابل یو روغتون کې هغه ټپي ناروغان چې انتحاري حمله کې زیانمن شوي وو, May 24, 2019
د کابل یو روغتون کې هغه ټپي ناروغان چې انتحاري حمله کې زیانمن شوي وو, May 24, 2019

په کابل ښار کې سږ پسرلی د خلکو مرګژوبله نوي فیصده کمه شوې ده.دا خبره د ملي امنیت شورا پرون په یوه بیان کې کړې ده.

د افغانستان په ګڼ مېشتې پلازمېنې کابل کې چې نږدې هره سیمه یې د یوې خونړۍ پېښې شاهده پاتې شوې، سږ پسرلی نسبت تېرکال ته د ترهګریزو بریدونو تلفات نوي فیصده کم بلل شوي.

د افغان امنیتي سکتور مشرتابه پرون د یکشنبې په ورځ یوه غونډه درلوده او د ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې د مرګ‌ژوبلو دا نوي سلنه کمښت اعلان کړی.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې راغلي چې سږ پسرلی په کابل کې یوازې ۴۰ کسان وژل شوي حال دا چې تېرکال په همدې موده کې ۴۲۲ کسان وژل شوي وو.

د دغې شورا ویاند کبیر حقمل له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه عوامل یاد کړل چې د خلکو د مرګ‌ژوبلې زیاته مخه یې نیولې ده: "په کابل ښار کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي، اوپراتیفي عملیاتو، د ورانکارو ډلو او اشخاصو د نیولو او همدغه رقم د امنیتي احضاراتو د ښه کېدو له امله سږکال د تېرکال په پرتله خوشبختانه په ښار کې د ترهګریزو بریدونو د زیانونو کچه په بې سابقه ډول سره راټیټه شوې ده. په تېرو درېیو میاشتو کې د تېرکال همدې مودې په نسبت نږدې ۹۰ سلنه موږ د ترهګریزو او ورانکارو بریدونو د تلفاتو په برخه کې کمی لرو."

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې د کشفي او استخباراتي برخې په پیاوړي کولو باندې به هم هڅې جاري ساتي.

پخوا به د امنیتي چارو شنونکو په کشفي او استخباراتي برخو انتقاد کاوه چې د کمزوري فعالیت په خاطر په ښارونو کې د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي.

په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل ازادي راډیو ته وویل چې دوی هم په کابل کې د مرګ‌ژوبلو کمېدل حس کوي او ټینګار یې دی چې لاهم د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي: "زموږ او د نورو نړیوالو نهادونو پرله‌پسې فشارونه په وسله‌والو مخالفینو او همدارنګه په حکومت یا د جګړې په ښکېلو خواو د رسنیو یا غونډو په واسطه زیات شوي دي چې تاسو په داسې ځایونو کې بریدونه مه کوئ چې هلته ملکي خلکو ته زیان رسېږي. یو تأثیر همدغه عدالت غوښتنې کړی چې جګړه اوس له ښارونو وتلې او زیاتره په هغو سیمو کې جګړه کېږي چېرته چې د دواړو غاړو نظامي سنګرونه دي."

په May 31, 2019تاریخ د کابل ښار په یکه توت سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې وه.
په May 31, 2019تاریخ د کابل ښار په یکه توت سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې وه.

تسل اندېښنه لري چې که څه هم په ښارونو کې ترهګریز بریدونه او انتحاري حملې کمې شوي، خو په لېرې پرتو سیمو کې هوايي بریدونه او هدفي وژنې لا هم د ملکیانو ژوند ګواښي.

ګڼو نړیوالو او کورنیو بنسټونو او ټولنو په وار- وار د افغان جګړې په ښکېلو خواو غږ کړی چې په جګړو کې دې ملکیانو ته له زیان اړولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي چې سږکال لومړی درې میاشتې د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د کچې راټېټېدل په انتحاري بریدونو کې د ۷۶ فیصده کمښت په خاطر دی، خو لاهم ملکیان له جدي ګواښ سره مخ دي.

مخامخ جګړې، د ځای پرځای شویو ماینونو چاودنې، هوايي بریدونه او هدفي وژنې هغه څه بلل شوي چې د یوناما په خبره د افغان ملکیانو ژوند تهدیدوي.

XS
SM
MD
LG