د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۸

واشنګټن پوسټ: د مولوي سمیع‌الله ریحان وژنې افغانانو ته سخت ټکان ورکړ

مولوي سميع الله ريحان
مولوي سميع الله ريحان
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د روحاني شخصیت مولوي سمیع الله ریحان د ترور په اړه يو مطلب خپور کړی او لیکي چې د دې مخکښ دیني عالم وژنې افغانانو ته سخت ټکان ورکړ.

مولوي ریحان د جمعې په ورځ د کابل د نهمې ناحیې په التقوی جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په منبر کې د ایښودل شویو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې ووژل شو.

د مطلب لیکواله- پامېلا کانسټیبل «Pamela Constable» لیکي چې دې پېښې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دې ته اړ کړ چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله وغندي.

لیکواله زیاتوي، مولوي ریحان یو څېړونکی و چې پر ټلوېزیون به راڅرګندېده او په خپلو خبرو کې به یې تشدد د اسلام ضد عمل په توګه غانده.

واشنګټن پوسټ زیاتوي دا چاودنه د تشدد د هغې څپې دوام دی چې په ترڅ کې یې ملکي وګړي او افغان امنیتي ځواکونه په نښه کېږي، خو د ریحان وژنه د ورځپاڼې په وینا اکثرو افغانانو ته چې د ترور او تشدد پر وړاندې یې د ده د دریځ ستایه، له شخصي پلوه ټکان ورکړی دی.

په مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د پخواني ویاند جاوېد فیصل له قوله لیکل شوي دي چې نوموړی وايي، مولوي ریحان د افراطیت، نه زغم او د تروریستي ډلو له‌خوا د اسلام له نامه د ناوړه استفادې پر وړاندې په زړورتیا سره ولاړ و.

د یادونې وړ ده چې پر دیني عالمانو د حملو په لړۍ کې د یکشنبې په ورځ هم د مولوي شبیر احمد کاموي په نوم دیني عالم په کابل کې د وسله‌والو کسانو په ډزو ووژل شو.

  • ټیلیګراف

د لندن چاپ ټیلیګراف ورځپاڼې د یوې جلا مسئلې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبې د انګلستان له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دا لوبه د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په درشل کې چې د را روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په انګلستان او ولز کې پیلېږي پلان شوې ده.

ټیلیګراف لیکي:

انګلستان باید د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کې د افغانستان د بې‌باکه هجوم پر وړاندې هوښیار وي.

ورځپاڼه زیاتوي ټول ټیمونه خو په تېره د انګلستان ټیم به د افغان لوبډلې د ځانګړي سټایل پر وړاندې د مقابلې پرمهال کمزورتیاوې ولري، ځکه د انګلستان څو لوبغاړي ټپیان دي او خپله دوهمه تمریناتي لوبه به په ټول ځواک ونه‌شي کړای.

ټیلیګراف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ لوبې ته چې افغانستان په ښه توپیر وګټله اشاره کوي او لیکي چې د پاکستان بریا په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د اوسني صدراعظم عمران خان د کپټانۍ پر مهال چې د کرکټ نړیوال جام یې وګاټه، د سپورت د کلتور یوه برخه ده، خو له افغانستان پرته بل هېڅ یو هېواد نشته چې په دومره لنډ وخت کې مستقیماً دې ځای ته رسېدلی وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG