د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

طالبانو د سولې د هڅو له ټینګار سره سره ولې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی؟


په کابل کې د تېرې مې میاشتې په اتمه پر کونټر پارت د برید یو انځور چې مسؤلیت یې طالبانو منلی و
په کابل کې د تېرې مې میاشتې په اتمه پر کونټر پارت د برید یو انځور چې مسؤلیت یې طالبانو منلی و

په داسې حال کې چې کوچني اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او عام افغانان د اختر په چمتووالي بوخت دي، وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

وسله والو طالبانو د جمعې په شپه د ارزګان په چارچینو ولسوالۍ کې پر امنیې قوماندانۍ او د ملي اردو پر یوه کمپ د څلورو هاموی موټرو په وسیله بمي بریدونه کړي چې د د ولایتي شورا د مرستیال محمد کریم کریمي په وینا، ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړې کړي او نولس افغان سرتېري یې وژلي دي.

ده وویل:

"تقریباً اته تنه ملي پولیس شهیدان شوې، شپږ ټپیان دي او همدارنګه د ملي اردو ۱۱ سرتېري شهیدان شوي دي."

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل، د څه وخت لپاره طالبانو دا ودانۍ نیولې وې، خو وروسته د نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونو وسله وال طالبان له دې ځایه په شا کړل.

بل خوا د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډ‌یو ته وویل، له دې ولسوالۍ یې وسله وال طالبان په شا کړي او د هغوی ۳۲ وسله یې وال وژلي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان خطاب خنجري
د ارزګان امنیه قوماندان خطاب خنجري

نوموړي افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتل منلي، خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې.

په هرات کې د اوبه ولسوالۍ امنیې قوماندان محمد رفیق الکوزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د جمعې په شپه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د عامه محافظت د ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې د عامه محافظت شپږ سرتېري او څلور ملکیان یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا، په دې بریدونو کې لس پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوې دي.

د فاریاب د ولایتي شورا مشر خبرداری ورکړی چې که کوهستان ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي، دا ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدای شي.

نوموړي ویلي چې د پنجشنبې له ورځې راهېسې په دې ولسوالۍ کې د روانې جګړې په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو ۱۶ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

پر دې سربېره د جمعې په سهار د کابل ښار په ختیځ کې هم یوه ځانمرګي بمي برید د چارواکو په وینا څلور ملکي افغانان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي چې دې برید د دوی څلور سرتېري هم برسېرن ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو د کوچني اختر په درشل کې خپلو بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې د دې ډلې ۱۴ کسیز پلاوي تازه په مسکو له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي.

دې ډلې چې د عمومي اوربند غوښتنه یې رد کړې، د روژې په میاشت کې هم په ورځنۍ توګه مرګونو بریدونو ته دوام ورکړ او تر اوسه پورې یې په راتلونکې کوچني اختر کې هم د اوربند غوښتنه نه ده منلې.

طالبان چې له یوې خوا د سولې پر هڅو ټینګار کوي، له بلې خوا یې ولې مرګونو بریدونو ته زور ورکړی؟

له امریکا سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د مذاکراتو د پلاوي یو انځور
له امریکا سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د مذاکراتو د پلاوي یو انځور

افغان لیکوال او د سولې فعال نجیب ننګیال وايي، ښايي دا د سولې په پروسه کې د طالبانو د امتیاز اخیستلو د هڅو برخه وي.

نوموړی وايي، په ښارونو کې د طالبانو له خوا په دې خاطر هم بریدونه زیات شوي چې د جګړې په جبهو کې د حکومتي ځواکونو وروستیو عملیاتو او بمباریو د دې ډلې جنګیالي ځپلي، ځکه خو دوی په ښارونو کې بریدونه او هدفي وژنې زیاتې کړي.

ښاغلي ننګیال یې درېیم سبب دا یاد کړ چې د سیمې یو شمېر هېوادونه د افغان حکومت د سولې له اوسنۍ پالېسۍ خوښ نه دي او غواړي چې پر افغان حکومت فشار راوړي چې د دوی پر شرایطو سوله ومني.

ده وویل:

"غواړي چې پر افغان حکومت فشار واچوي، ملکي مرګ ژوبله زیاته شي، د طالبانو بریدونه او چاودنې چې د خلکو له قهر سره مخ شي او په حکومت باندې خلک فشار راوړي، څو هغو غوښتنو ته غاړه کېږدي چې د طالبانو او د سیمې د هېوادونو غوښتنې دي، څو د سولې پروسه د دوی په خوښه مخکې ولاړه شي."

ښاغلی ننګیال په دې تاوتریخوالو کې د افغان وګړو درنې مرګ ژوبلې ته په اشارې وايي، دا د دې څرګندوی دي چې طالبان له سیاسي بهیر سره د یو ځای کېدو نیت یا په دې اړه لرلید نه لري.

نوموړی وايي، په افغانستان کې پخوانیو تجربو ښودلې، هغوی چې ملکي خلک یې وژلي او له تاوتریخوالی یې لاس نه دی اخیستی، هغوی چې په سیاسي بهیر کې شامل شوي هم دي، خلکو ورته په درنه نه دي کتلي.

وسله وال طالبان بیا پر ملکیانو د بریدونو خبره نه مني او ادعا کوي چې هدف یې افغان سرتېري او بهرني ځواکونه دي.

XS
SM
MD
LG