د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

کابل کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې ولې زیاتې شوي او مخنیوي ته‌یې پلانونه شته؟


د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کارکوونکو کاسټر موټر چې نن له غرمې وروسته ورباندې چاودنه وشوه.
د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کارکوونکو کاسټر موټر چې نن له غرمې وروسته ورباندې چاودنه وشوه.

په‌دې وروستیو کې په کابل کې د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې کابل د څو مقناطیسي ماینونو د چاودونو شاهده وه چې خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کابل د دوشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون پر موټر د يوې مقناطیسي چاودنې شاهد و.

دغه چاودنه د ورځې په يوه نیمه بجه د کابل په دارلامان سړک کې د ياد کمېسیون د کارکونکو پر کاسټر موټر وشوه.

په سیمه کې يو شمېر عیني شاهدانو ازادي راډيو ته په‌دې اړه داسې وویل:"زما نوم شفیق الله دی په سناتوریم کې اوسېږم، موږ همدلته د سړک سره ناست و چې چاودنه وشوه، چاودنه ډېره زوروره وه، څو تنو د موټر له ښیښو ځانونه لاندې وغورځول، نو د سړک پر سر د خلکو د بدن غړي پراته ول او يو شمېر نورو چغې وهلې چې موږ ته نجات راکړئ.

-زما نوم احسان الله دی، همدلته د بایسکل سره چاودنه وشوه، بیا په موټر اور ولګېد خلک په کې وسوځېدل خلکو ته یې د نجات چغې وهلې خو څوک نه ول."

د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پر یوه کاسټر موټر برید شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:33 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، مقناطیسي ماین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو د موټر د تیلو د ټانکۍ لاندې برخه کې نښلول شوی و چې د دغه وزارت د ویاند په خبره په‌دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

د ځانمرګو بریدونو او نورو چاودنو ترڅنګ له مقناطیسي ماینونو ګټه اخېستنه د وسله‌والو مخالفینو نوی تکتیک بلل کېږي چې زیاتې اندېښنې هم را ولاړې کړي دي.

د مشرانو جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون غړې فاطمه اکبري د دغه شان پېښو له رامنځته کېدو سخته اندېښمنه ده.

نوموړې وايي:"دا له نورو دوو برخو کې زیاته د اندېښنې وړ او خطرناکه ده، تاسو وینئ چې نه څوک لیدل کېږي او نه هم په څه پوهېږو يو دم موټرونه په هوا شي."

اغلې اکبري د افغانستان له امنیتي او دفاعي بنسټونو غواړي چې د دا شان پېښو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

په تېر يوه میاشت کې کابل د څو مقناطیسي چاودنو شاهده وه چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

د يکشنبې په ورځ د کابل په پنځمه حوزه کې د برهالدین رباني پوهنتون د محصیلنو په موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې مرګ ژوبله یې هم واړوله.

له دې وړاندې د حج او اوقافو وزارت د کارکوونکو پر موټر هم د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې په پایله کې یې لس تنه ټپیان شول.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې ستونزې د هواري لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: "پرته له شکه چې موږ د مقناطیسي ماینونو د چاودنو د مخنیوي لپاره پلانونه لرو او زموږ اوپراتیفي برخه پرې کار کوي، يو لړ پروګرامونه هم لرو چې له مخې یې هغه ځایونه په نښه کېږي چې هلته مقناطیسي ماینونه جوړېږي."

خو عام خلک او د افغانستان مشرانو جرګه دغه هڅې کافي نه بولي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دا شان پېښو د مخینوي لپاره تر دې زیاتې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG