د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

یوناما: د دولت مخالفینو په قصدي ډول وروستیو بریدونو کې ملکیان هدف ګرځولي


په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

په کابل کې د «کانټر پارت» موسسه له حملې یوه ورځ وروسته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د ملکیانو په وژل کېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه خپل مکلفیتونه ادا کړي.

یوناما پرون یکشنبه په خاصه توګه وسله‌وال مخالفین تورن کړي چې په روژې میاشت کې یې په قصدي ډول ملکیان هدف ګرځولي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په خپل بیان کې زیاته کړې چې وسله‌والو مخالفینو تر ډېره په خپلو بریدونو کې چاودېدونکي توکي کارولي چې یوازې یې په کابل کې سلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامیچي یاماموتو

د یوناما په بیان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي تدامیچي یاماموتو په حواله راغلي چې پر ملکیانو بریدونه د هغوی د عاملانو د مشروعیت د له‌منځه تللو لامل کېږي او هغوی د افغانستان د خلکو د هر ډول استازیتوب له ادعا محروموي.

هغه زیاته کړې چې پر ملکیانو بریدونه جنګي جرمونه او ان د بشریت ضد جنایتونه دي چې د جنګ ښکېلې خواوې یې هېڅ نه‌شي توجیه کولای.

د ملکیانو د هدف ګرځېدو په اړه د یوناما بیان د ثور په ۱۸مه په کاونټر پارت نادولتي مؤسسې برید، په یوه جومات کې د دیني عالم مولوي سمیع‌الله ریحان وژنه، د حج او اوقافو وزارت او د اداري اصلاحاتو په کارکوونکو او په کابل کې په شیعه محصلینو وروستۍ حملې د بېلګو په توګه یادې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین بېګاه ازادي راډیو ته لیکلي چې د داعش ډلې او د ده په خبره د کابل ادارې د شپنیو بریدونو تلفات په دوی پورې اړه نه‌لري.

دې ډلې مخکې هم د یوناما له‌خوا اکثر راپورونه یو طرفه بللي و.

اخوا د ملکیانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله هم د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکیانو سر او مال ته پام وکړي.

د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل پرون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په ټولو ښکېلو خواوو زموږ یو ځل بیا جدي غږ دی چې تاسو لطفاً هر ډول هغه عملیات چې هغه ملکي خلکو ته صدمه رسوي، ملکي خلک وژني له هغه څخه ډډه وکړي. که چاودنې دي، بریدونه دي، شپني عملیات دي، هوايي بمبار دی. هر څه چې دي له هغه څخه ډېر په احتیاط کار واخلئ او ملکي خلک مه‌ځوروئ. ملکي خلک پرېږدئ چې ارام ژوند وکړي."

د ملکيانو د خوندیتوب د عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره میلادي میاشت په افغانستان کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې چې د وړمې میاشتې د تلفاتو په نسبت دوه برابره زیاتوالی ښيي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روژې په مناسبت په پيغام کې د اوربند وړاندیز کړی و، خو وسله‌والو طالبانو رد کړ.

سږنۍ روژه په افغانستان کې تر ټولو پخوانیو هغو خونړۍ یوه وه.

له امریکايي چارواکو سره د خبرو په پلان سربېره طالبانو په افغانستان کې خپل جنګ ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG