د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د ایران ولسمشر واشنګټن د تهران پر وړاندې په دوه مخې پالېسۍ تورن کړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

وروسته له هغې چې امریکا د ایران پر ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي او یو شمېر نورو چارواکو نوي بندیزونه ولګول، د ایران ولسمشر واشنګټن د تهران پر وړاندې په دوه مخې پالېسۍ تورن کړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد پر ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي او یو شمېر نورو جګ‌پوړو پوځي قوماندانانو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې نوي بندیزونه "ظالمانه او احمقانه" وبلل، په تېره بیا پر ۸۰ کلن مذهبي مشر چې هېڅ پلان نه‌لري متحده ایالاتو ته ولاړ شي.

روحاني نن په تهران کې د روغتیا د وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې چې جریان‌یې له ټلوېزیونه خپرېده، واشنګټن ته په خطاب کې وویل چې له یوې خوا د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر بندیزونه لګوئ او په عین حال کې د خبرو اترو غوښتنه کوئ.

دی وايي: "غواړئ خبرې وکړئ او له خبرو سره په یوه وخت هم غواړئ چې د بهرنیو چارو پر وزیر بندیز ولګوئ. نو معلومه خبره ده چې درواغ وایئ. دا مو ثابته کړې چې درواغ وایئ. تاسو رښتیا نه‌وایئ، تاسو د خبرو په لټه کې نه‌وئ. که مو خبرې کولی، خو خبرې مو سره کولې."

د روحاني له دې څرګندونو مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي نن د سې شنبې په ورځ پر ټویټر په یوه پیغام کې وویل چې د ایران پر ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي چې د دې هېواد د ډيپلوماسۍ پلار دی، د بې‌ګټې بندیزونو لګول د تل لپاره د ټرمپ له وارخطا دولت سره د ډيپلوماسۍ لاره تړي.

موسوي زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ټول ایجاد شوي نړیوال مېکانیزمونه له‌منځه وړي.

په هغه فرمان کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون لاسلیک کړ، د ایران د ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي، هغه ته په نږدې کسانو او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک پر یو شمېر قوماندانانو نوي بندیزونه ولګول او د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچېن وویل چې د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف به هم په څو ورځو کې بنديزونه ولګول شي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي په ګډون د دې هېواد پر نورو لوړپوړو چارواکو د بندیزونو امر لاسلیک کړ.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي په ګډون د دې هېواد پر نورو لوړپوړو چارواکو د بندیزونو امر لاسلیک کړ.

ټرمپ پرون د دې فرمان د لاسلیک پر مهال وويل، پر ایران فشارونه به دوام وکړي، خو زياته‌یې کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه‌غواړي.

په عین حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون ټینګار وکړ چې د ایران پر وړاندې یې د رښتینې ډیپلوماسۍ ور پرانیستی دی او که دا هېواد غواړي له دې وره تېر شي نو د اټمي وسلو د تولید د هڅو په ګډون باید د ده په وینا له ټولو ورانوونکو هڅو لاس واخلي.

بولتون دغه څرګندونې نن په بیت‌المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکلای پاتروشیف سره تر درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي وویل: "د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د رښتینو خبرو ور پرانیستی پرېښی، څو د ایران د اټمي وسلو د پروګرام او د بالیستیک توغندیو د سیستم له‌منځه وړل او هم‌یې له نړیوال ترورېزمه ملاتړ او په نړۍ کې د نورو ورانکاره کړو وړ پای ته رسېدل په تصدیق شوې بڼه بشپړ شي. دا ټول هغه څه دي چې ایران ورته اړتیا لري چې ترسره‌یې کړي، څو له دغه وره تېر شي."

په خلیج کې د ایران له‌خوا د امریکا د یوې بې‌پیلوټه کشفي الوتکې له ویشتل کېدو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ان د احتمالي پوځي تقابل تر حده پورته تللی.

د امریکا د خزانې وزیر وویل چې د دغو بندیزونو په لګولو سره به د ایران د رژیم په لسګونه میلیارده ډالره شتمني بنده شي.

XS
SM
MD
LG