د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

ایران وایي، د امریکا نوي بندیزونه د ډیپلوماسۍ دروازه بشپړ بندوي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي

امریکا پر ایران د فشارونو د زیاتولو په ترڅ کې پرون د دوشنبې په ورځ د ایران پر ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي او د دې هېواد پر یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو بندیزونه ولګول.

ایران نن د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد پر مشرانو د امریکا بندیزونه له واشنګټن سره د تل لپاره د ډیپلوماسۍ د بندېدو څرګندونه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي نن پر ټویټر په یوه پیغام کې وویل چې د ایران پر ستر مشر علي خامنه‌اي چې د دې هېواد د ډيپلوماسۍ پلار دی، د بې‌ګټې بندیزونو لګول د تل لپاره د ټرمپ له وارخطا دولت سره د ډيپلوماسۍ لاره تړي.

موسوي زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ټول ایجاد شوي نړیوال مېکانیزمونه له‌منځه وړي.

په هغه فرمان کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ورکړی، د ایران د ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي، هغه ته په نږدې کسانو او د سپاه پاسداران انقلاب ځواک پر یو شمېر قوماندانانو نوي بندیزونه ولګول او د امریکا د خزانې وزیر منوچین وویل چې د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف به هم په څو ورځو کې بنديزونه ولګول شي.

ټرمپ پرون د دې فرمان د لاسلیک پر مهال وويل، پر ایران فشارونه به دوام وکړي، خو زياته‌یې کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه‌غواړي.

ټرمپ وویل، د بې‌پیلوټه الوتکې د ویشتلو له پېښې پرته هم امريکا پلان درلود چې پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.

په خلیج کې د ایران له‌خوا د امریکا د یوې بې‌پیلوټه کشفي الوتکې له ویشتل کېدو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ان د احتمالي پوځي تقابل تر حده پورته تللی.

د امریکا د خزانې وزیر وویل چې د دغو بندیزونو په لګولو سره به د ایران د رژیم په لسګونه ملیارده ډالره بند کړي.

XS
SM
MD
LG