د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ولسمشر ټرمپ د ایران پر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم د بندیزونو امر لاسلیک کړ


ولسمشر ټرمپ او د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي
ولسمشر ټرمپ او د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران د مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي په ګډون د دې هېواد پر نورو لوړپوړو چارواکو د بندیزونو امر لاسلیک کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پر ایران به فشارونو ته دوام ورکړي او ایران به هېڅ‌کله اټمي وسلې جوړې نه‌کړي.

دا خبره ټرمپ د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د ایران پر ضد یې د نویو بندیزونو امر لاسلک کړ.

ده زیاته کړه: "دا اقدامات د ایران د روانو پاروونکو فعالیتونو پر وړاندې دي. موږ به تر هغو پر تهران فشار ته دوام ورکړو چې د ایران رژيم د اټمي وسلو جوړولو د هڅو، د یورانیمو غني کولو، د بالیستیک توغندیو جوړولو، د ترورېزم سره له تړاو او ملاتړه، بهرنیو شخړو ته د لمن وهلو او امريکا او متحدانو پر وړاندې يې د اقداماتو په ګډون له خپلو خطرناکو فعالیتونو لاس واخلي."

د امريکا د خزانې وزیر سټيفن منوچین ويلي، له دغو بندیزونو سره به د هغو ایرانيانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو مخه ونيسي چې د ایت‌الله د دفتر ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه چې د ایران د بهرنيو چارو پر وزیر محمد جواد ظریف به هم د روانې اوونۍ په پای کې بنديزونه ولګول شي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ وضعیت هغه وخت نور هم ترینګلی شو چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ایران د امريکا یوه بې‌پيلوټه الوتکه وویشتله.

امریکا ويلي، دا الوتکه‌یې په نړیوال هوايي حریم کې ویشتل شوې، خو ایران ويلي الوتکه‌يې په خپل هوايي حریم کې ویشتلې ځکه یادې امریکايي الوتکې د ځمکنۍ بشپړتيا له نړيوال قانونه سرغړونه کړې وه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو د امريکا ملګرو هېوادونو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو په سعودي کې
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو په سعودي کې

په متحده عربي اماراتو کې د امريکا سفارت پر ټويټرپاڼه لیکلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو به د عربي امارتو له چارواکو سره د نړۍ د ترورېزم تر ټولو لوی تمویلوونکي د مخنیوي لپاره پر نړیوال ائتلاف رامنځته کولو خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له چارواکو سره تر لیدو وروسته له جدې څخه ابوظبي ته ورسېد.

پامپیو سعودي عربستان ته تر سفر مخکې د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سیمه کې د امریکا له دواړو متحدانو «سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو» سره به پر دې خبرې وکړي چې څه ډول یقیني کولای شي یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د ستر ملاتړي پر وړاندې ودرېږي.

پامپیو دغه‌راز د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبره تکرار کړه چې وايي، واشنګټن له تهران سره له قید و شرط پرته خبرو ته تیار دی.

ایران بیا د دوشنبې په ورځ وویل چې که امریکا پر ایران لګولي بندیزونه لیرې کړي، نو خبرې ښايي احتمال ولري.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني سلاکار حسام‌الدین اشنا پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي چې له ایران سره تر اټمي تړون ورهاخوا د غوښتنو په بدل کې باید ایران ته نوي امتیازات ورکړل شي او هغه هم له نړیوال تضمین سره.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG