د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

دفاع وزارت ولې هېواد ته د افغان پیلوټانو د روزنې د پروسې د انتقال هڅه کوي؟


ارشیف، په کندهار کې د پوځ له هوایي لوا فارغ شوي پیلوټان
ارشیف، په کندهار کې د پوځ له هوایي لوا فارغ شوي پیلوټان

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځي پیلوټان لا هم په بهر کې په زدکړو بوخت دي، خو هڅه کېږي چې په هېواد کې دننه د دوی د روزنې پروسه پیاوړې شي.

په امریکا کې د افغان پوځي پیلوټانو د روزنې په اړه د سیګار تر دې څرګندونو وروسته چې امریکا به د بېلابېلو لاملونه له امله دغه پروسه تر راتلونکو څو میاشتو پورې ودروي، د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې هڅه کېږي چې افغان پیلوټان په هېواد کې دننه وروزل شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم اوس مهال په امریکا، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې افغان پیلوټان تر روزنې لاندې دي، خو دا پروسه به افغانستان ته را انتقال شي.

ارشیف، د یوې افغانې پیلوټې نیلوفر رحماني انځور
ارشیف، د یوې افغانې پیلوټې نیلوفر رحماني انځور

ده وویل: زموږ هغه مراکز یا پیلوټان چې تر دې وړاندې په امریکا کې وو، اوس دلته په کابل او شینډنډ کې دي، اوس دا مراکز دلته جوړ شوي او همدلته خلک روزو، خو لا هم یو شمېر پیلوټان په چین، امریکا، سلواک او متحده عربي اماراتو کې تر روزنې لاندې دي، موږ هڅه کوو چې هغه روزونکي او مراکز هم دلته را انتقال کړو.

ښاغلی عارف وایي، له افغانستانه بهر د پیلوټانو پر روزنې زیات لګښتونه راتلل، او دا پرېکړه هم د ډېرو لګښتونو د مخنیوي په هدف شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د افغانستان د هوایي ځواک د الوتکو شمېر شااوخوا سلو ته رسېږي.

ارشیف، د افغانستان د هوایي ځواک الوتکې
ارشیف، د افغانستان د هوایي ځواک الوتکې

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت څارونکې ادارې یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې امریکا به په هغه هېواد کې د افغان پیلوټانو روزنه تر ۲۰۲۰ کال پورې ودروي.

د دغې ادارې د راپور پر بنسټ، د هوایي ځواک یو شمېر افغان پیلوټان به د روزنې په لړ کې تښتېدل، یا هم له روزنې وروسته به خپل هېواد (افغانستان) کې په خلافو رشتو په کار ګمارل کېدل.

سیګار وايي، دا پرېکړه د افغانستان د ملي اردو او امریکایي ځواکونو په ستراتيژۍ کې د تفاوتونو له امله شوې ده.

که څه هم په بهر کې له روزنې د افغان تښتېدلو پیلوټانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو تر دې وړاندې سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي چې شااوخوا ۱۵۲ افغان پیلوټان له روزنې او خدمته تښتېدلي، هغه څه چې د افغانستان دفاع وزارت یې ردوي او وایي چې تر دې دمه یوازې ۱۲ پیلوټان بهر ته د روزنې لپاره تر استولو وروسته بېرته هېواد ته د خدمت لپاره نه دي راستانه شوي.

خو یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وایي، غوره دا ده چې افغان پوځي پیلوټان له هېواده بهر وروزل شي، ځکه دلته ورته لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې.

پوځي کارپوه عبدالباري عارض ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه پروسه د مجبوریت له مخې هېواد ته راانتقالوي.

افغان پوځي کارپوه عبدالباري عارض
افغان پوځي کارپوه عبدالباري عارض

دی زیاتوي: د دغو پیلوټانو زده کړه په امریکا کې ډېره ګټوره ده چې ویې کړي، ځکه هغه زده کړې چې دوی په امریکا کې تر لاسه کولای شي، دلته یې نشي کولای، د مجبوریت په اساس دا پروګرام دلته تنظیم شوی، خو دلته نورمال شرایط او لازمې اسانتیاوې برابرې نه دي، دلته شرایط جګړه ییز دي.

ښاغلی عارض وایي، اوس چې داسې پرېکړه شوې، د افغانستان ملي دفاع وزارت ته پکار ده چې د افغان پوځي پیلوټانو د روزنې لپاره په امن او اطمناني سیمو کې دا مرکزونه جوړ او لازم وسایل او وسایط هم ورته برابر کړي.

XS
SM
MD
LG