د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

رازق شیرزی: افغان هوايي ځواکونو د سترو پوځي مأموريتونو توان پيدا کړی


د بلاک هاوک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت مراسم
د بلاک هاوک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت مراسم

د افغانستان په جنوب کې د افغان هوايي ځواک چارواکي وايي، توانېدلي چې د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په هدف د دغه حوزې په څلورو ولایتونو کې د بلاک هاوک هلیکوپټرو په مرسته بريالي پروازونه ترسره کړي او خپل اهداف ترلاسه کړي.

د چهارشنبې په ورځ په جنوب کې د افغان پوځ د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شیرزي د بلاک هاوک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د افغان پیلوټانو ظرفيتونه لوړ شوي او توانېدلي چې د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې د ځکمنيو ځواکونو په ملاتړ بريالي پروازونه ترسره کړي.

ارشیف، په کندهار کې د بلک هاوک هلیکوپټرې
ارشیف، په کندهار کې د بلک هاوک هلیکوپټرې

جنرال رازق شیرزي وویل، په لومړي ځل‌يې د تازه روزل شویو افغان پیلوټانو په مرسته د بلک هاوک الوتکو دوه زره ساعته تخنيکي ارزونه هم ترسره کړې چې مخکې به د چک په جمهوريت کې ترسره کېده.

نوموړي وویل:

"دومره پرمختګ چې موږ کړی بل ځای نه‌دی شوی، زموږ دغه پیلوټان پوهېږي چې دوه زره تخنیکي معاینه په ټول افغانستان کې تر اوسه نه‌ده ترسره شوې، خو موږ وتوانېدو چې دغه کار ترسره کړو."

په‌دغو مراسمو کې د افغان هوايي ځواک امریکايي مشارو جنرال "کري" هم وویل چې د افغان هوايي ځواک ملاتړ افغانستان کې د مېشتو امريکایي سرتېرو د مأموريت برخه ده.

بل‌خوا د بلاک هاوک هلیکوپټرو تازه روزل شوي افغان پیلوټان او نښه ویشتونکي ډاډ ورکوي چې د وسله‌والو پر وړاندې به‌یې د جګړې په ليکو کې شتون ګټور ثابت شي.

د کندهار ښار
د کندهار ښار

فریدالدین د بلاک هاوک هلیکوپټرو یو افغان پیلوټ وايي:

"موږ د خپلو ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره تقریباً ۸۰ سلنه چمتووالی لرو چې په شپه، ورځ او هر ډول شرایطو کې دښمن له‌منځه یوسو."

د امريکا متحده ايالاتو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې به افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلک هاک جنګي الوتکې ورکوي.

تر اوسه امريکا افغان پوځ ته ۱۷ بلک هاوک الوتکې ورکړي چې افغان ځواکونه ترې د جګړې په ډګر کې د اکمالاتو او وسله‌والو ضد جګړه کې ګټه اخلي.

د افغان هوايي ځواک مسؤلين پر داسې مهال د هوايي ځواک د پياوړتیا خبره کوي چې سيګار په خپل تازه يو راپور کې د افغان هوايي ځواک پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG