د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له ایران سره جنګ نه غواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا د ګواښونو د تبادلې او د مخامخ کېدو خوا ته راښکل شوې ده.

امریکا وايي، جنګ نه غواړي، خو په منځني ختیځ او نوره سیمه کې د ایران ګواښونه جدي ګڼي او نه پرېږدي چې موخو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ په سنټکام یا د منځني ختیځ لپاره د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې وویل، سیمې ته د زر تنو امریکايي سرتېرو استول ایران ته یو پیغام و چې د ولسمشر ټرمپ اداره دا مسئلې جدي نیسي او هدف یې د ایران د ګواښوونکو اقداماتو مخنیوی دی.

دی وايي: "موږ په منځني ختیځ کې یوو، څو د تیري مخه ونیسو. ولسمشر ټرمپ جګړه نه غواړي. موږ دې ته دوام ورکوو څو پیغام ورسوو. په عین حال کې داسې کار کوو چې په سیمه کې د امریکا ګټې وساتل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یو وخت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عمان په خلیج کې تيره اوونۍ پر دوو تیل ليږدونکو بیړیو بریدونه وړه مسئله بللې ده.

ولسمشر ټرمپ له امریکايي ټایم خپرونې سره مرکه کې همدارنګه ویلي، له دې خبرې سره چې ایران دې د دې حملې تر شا لاس ولري، موافق دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا د سې شنبې په ورځ د تهران د هوايي ډګر د یو نوي ترمینل د پرانېستې مراسمو کې وویل، هېواد به یې جګړه کې ماتې ونه خوري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

ښاغلي روحاني زیاته کړه: "د دې جګړې پای به د یو ملت بریالیتوب وي، ځکه زموږ مقابل لوری ملت نه‌دی. موږ له هېڅ ملت سره جګړه نه کوو. زموږ مقابل لوری یو ډله کم تجربه سیاستوال دي."

تردې مخکې د امریکا دفاع وزارت ویډیويي تصویرونه خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې پر دوو تیل وړونکو بیړیو بریدونو کې لاس لري. ایران دا تورنه رد کړي.

د سې شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي امریکا ته خبرداری ورکړ چې پر ایران دې سخت فشارونه راکم کړي.

نوموړي زیاته کړه: "له ټولو لورو غواړي چې عاقلانه چلند وکړي، له زغمه کار واخلي. هېڅ داسې تهاجمي اقدام ونه‌کړي چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته کړي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر له تهرانه هم وغوښتل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې پاتې شي.

تردې مخکې د جاپان صدراعظم شینزو ابه تېره اوونۍ تهران ته د سفر پرمهال ویلي و، د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي ته یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام راوړی دی، خو خامنه‌اي هغه مهال ویلي و چې ټرمپ د پیغامونو د تبادلې وړ نه بولي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG