نړۍ
امریکا: خلیج کې پر ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي
د امریکا متحد ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوه ناروېژۍ او یوه جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.
پهدې ترڅ کې د امریکا پوځ پرون- دوشنبې هغه تازه تصاویر خپاره کړل چې د ایران لهخوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي.
ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر لهخوا اخېستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ څخه د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيې.
ایران پهدې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.
همدا راز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سیدڼي د بریدګر بې وسلې کوونکي ته یو نیم میلیون ډالر ټول شوي
په استرالیا کې احمد الاحمد ته، چې د سیدڼي د برید یو عامل یې بې وسلې کړی و، نژدې یو نیم میلیون ډالره ټول شوي دي.
د سیدني د بونډای ساحل د ترهګریز برید پر مهال احمد الاحمد یو له دوو بریدګرو بې وسلې کړ او د دې زړه ور اقدام له کبله د یوه ټولنیز انفلونسر او د موټرو د مینهوالو د یوه کلب په نوښت د هغه لپاره د پیسو ټولولو کمپاین پیل شوی دی.
د برید پر مهال د احمد الاحمد د اتلولي ویدیو تر دې دمه په ټولنیزو شبکو کې تر ۲۲ میلیون ځلې ډېره لیدل شوې ده. هغه چې اوس د «بونډای اتل» بلل کېږي، د موټرو له منځه تېر شو، یو بریدګر ته ورنژدې شو، وسله یې ترې واخیسته، د ټوپک خوله یې ورته ونیوله. د ده دا زړور اقدام په ټوله نړۍ کې پراخ غبرګونونه وپارول. د استرالیا صدراعظم انتوني البانېزي په روغتون کې د هغه عیادت نه ورغی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په علني ډول د هغه د زړورتیا ستاینه وکړه.
احمد الاحمد ۴۳ کلن دی، او په سیدني کې د سګرېټو او خوراکي توکو یو کوچنی دوکان لري. هغه د بریدګر له شړلو څو شېبې وروسته څلور مرمۍ ولګېد او د لاس او اوږې په برخو کې ټپي شو. نوموړی لا هم په روغتون کې بستر دی او تر اوسه یې یو جراحي عمل هم تېر کړی دی.
د ایران په سیستان او بلوچستان کې د پولیسو پر پوستې په برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس قرارګاه د عامه اړيکو له قوله راپور ورکړی چې تېره شپه د وسلهوالو کسانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال، د زاهدان–فهرج پر لاره فهرج ولسوالۍ د تلاشۍ په پوسته کې درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د دې پېښې په اړه امنيتي اورګانونو پلټنې پیل کړي دي.
تر دې وړاندې، د «حالوش» په نوم سيمهييزې رسنۍ، چې د سيستان او بلوچستان ولايت خبرونه پوښي، راپور ورکړی و چې په دې نښته کې د استخباراتو وزارت دوه کارکوونکي او دوه پولیس وژل شوي دي.
اروپايي مشرانو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو غوښتنه وکړه
اروپايي مشرانو د برلین د سولې له خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اوکراین د خاورې د هر ډول احتمالي سپارلو په اړه پرېکړه یوازې د اوکراین د خلکو حق دی، او هغه هم یوازې تر هغه وروسته چې پیاوړي امنیتي تضمینونه ورکړل شي.
د اعلامیې له مخې، په هغو امنیتي تضمینونو کې، چې دوشنبې په ورځ (۲۴ قوس) پرې سلا وشوه، د اروپا په مشرۍ د یوه ځواک جوړول شامل دي، چې د داوطلبو هېوادونو په ګډون به رامنځته شي او «د اوکراین د فضا د امنیت او د سمندري لارو په خوندي کولو کې به رول ولري.
دا اعلامیه د اروپايي کمېسیون د مشرې، اورسولا فوندیرلاین، په ګډون د لسو اروپايي مشرانو له خوا خپره شوې ده.
په اعلامیه کې د هغو مواردو په تشریح کې چې دوی یې «لازمي امنیتي تضمینونه» بولي، ویل شوي چې اوکراین باید وکولای شي شاوخوا ۸۰۰ زره سرتېري وساتلی شي، څو د هر ډول احتمالي شخړې پر وړاندې د دفاع توان ولري.
همداراز ټینګار شوی چې اروپا باید د اوکراین لپاره یوه څو مليتي قوه همغږې کړي، چې د داوطلبو هېوادونو د ځواکونو په ګډون جوړه شي او د متحدو ایالتونو له ملاتړ څخه برخمنه وي.
د استرالیا صدراعظم: د سیډني د برید عاملانو له داعش څخه الهام اخیستی وو
د استرالیا چارواکي وایي لومړني شواهد ښيي چې د سیډني په بوندای ساحل کې د برید عاملانو د داعش په نوم د ډلې له ایډیالوژۍ څخه الهام اخیستی و.
د استرالیا صدراعظم، انتوني البانیزي، د سېشنبې په ورځ (۲۵ قوس) د سیډني اېبيسي سیډني چاینل ته په مرکه کې وویل: «داسې ښکاري چې د دې برید انګېزه د اسلامي دولت ایډیالوژي وه»—هغه ایډیالوژي چې د نوموړي په وینا «پر کرکې ولاړه ده او په دې مورد کې یې د ډلهییزو وژنو لپاره چمتووالی نیولی و.»
هغه ټینګار وکړ چې د استرالیا حکومت له یهوددښمنۍ سره د مبارزې لپاره روښانه هدف لري او «هر هغه څه به وکړي چې په وس یې پوره وي» څو دا پدیده له منځه یوسي.
دا برید د یکشنبې په ماښام، د یهودي اختر «حنوکا» د پیل له مراسمو سره هممهاله او د څه باندې زرو کسانو د حضور پر مهال وشو. د شاوخوا لس دقیقو ډزو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
یو له بریدګرو، چې ۵۰ کلن سړی و، د پېښې په ځای کې د پولیسو په ډزو ووژل شو، او د هغه ۲۴ کلن زوی تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو او روغتون ته ولېږدول شو.
پولیسو دواړه بریدګر—چې د استرالیايي رسنیو په وینا د پاکستاني الاصله دي، ۵۰ کلن ساجد اکرم او د هغه ۲۴ کلن زوی نوید اکرم معرفي کړي دي. ساجد اکرم، چې د پولیسو له لوري ووژل شو، په ۱۹۹۸ کال کې د تحصیلي ویزې له لارې استرالیا ته تللی و او د وسلې قانوني جواز یې درلود.
امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره شویو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي
امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ترسره شویو دوه ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي. د راپورونو له مخې واشنګټن کیف ته د ناټو د پنځمې مادې له مخې د متقابلې دفاع ژمنې ته ورته د امنیتي تضمینونو وړاندیز کړی دی.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې سره له دې چې د ځینو مهمو موضوعاتو، لکه د اوکریان په ختیځ دونېڅک کې به هغه سیمې چې تراوسه د کیف تر کنټرول لاندې دي، له څه ډول برخلیک سره مخامخ کیږي، لا هم پوښتنې پاتې دي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.
ټرمپ پرون دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا کار بشپړ کړو، او زه فکر کوم چې اوس تر پخوا ډېر نږدې شوي یو." دا وروسته له هغې چې د اروپا، امریکا او اوکراین پلاوو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په برلین کې څو ورځې خبرې اترې ترسره کړې.
د امریکا له لوري په مذاکراتي ټیم کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جاریډ کوشنیر ګډون درلود.
نوی ډیلی وایي، ترخپل کنټرول لاندې کشمیرکې پرسیلانونو په ترسره شوي برید کې د پاکستان لاس و
د نوي ډیلي د ترهګرۍ ضد ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د یوه خونړي برید ترشا د پاکستان لاس دی او په تړاو یې شپږ کسان رسماً تورن کړي دي.
د فرانسپرس آژانس د رآپوله مځې د تورنو کسانو له ډلې درې یې وژل شوي او دوه نور د هند په توقیف کې دي.
بریدګرو په اپرېل میاشت کې په ترسره شوي برید کې ۲۶ کسان ووژل، چې ډېری یې هندو سیلانیان وو. دې برید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ څو ورځنۍ شخړې راوپارولې او په یوه بشپړه جګړه کې یې د دواړو هیوادونو د ښکیلتیا خطرزیات کړی و.
نوي ډیلي د پهلګام په تفریحي ښارګوټي کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ خو اسلاماباد دا تور رد کړې.
د "رېزسټنس فرنټ" (TRF) په نوم یوې پټې ډلې په پیل کې د دغه برید مسؤلیت منلی و. د امریکا متحده ایالات وایي TRF د لشکر طیبه (LeT) چې د ملګرو ملتونو له خوا یوه ترهګره ډله اعلان شوې او مرکز یې په پاکستان کې دی، ترچترلاندې فعالیت کوي.
د هند د پلټنو ملي ادارې (NIA) په دغه برید کې د پاکستان د لاس درلودلو په اړه ویلي چې دې هیواد یې په پلان، تنظیم او د ترسره کولو لپاره د اسانتیا په رامنځته کولو کې رول درلود. دغه راز دې ادارې ویلي چې چې "پاکستانی سمبالوونکی ساجد جټ" هم تورن شوی دی، خو دې ادارې د هغه د ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
درې نور تورن شوي پاکستاني سخت دریځي، فیصل جټ چې په سلیمان شاه مشهور وو، حبیب طاهر چې په جبران مشهور وو، او حمزه افغاني نومول شوي دي۔
د دغې ادارې په وینا، دغه درې واړه کسان د برید څخه څو اوونۍ وروسته د کشمیر په یوه ځنګله کې د هندي امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول۔
امریکایي او اوکرایني مرکچیان نن هم په برلین کې خبرو ته دوام ورکوي
تمه ده چې امریکایي او اوکرایني چارواکي نن دوشنبې د ډسمبر په ۱۵ په برلین کې د دوهمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.
د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنیر تیره ورځ په برلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د خبرو اترو له مذاکراتي پلاوي سره پنځه ساعته خبرې وکړې.
وېټکوف پر ایکسپاڼه ولیکل: "استازو د سولې لپاره د شل مادو پر پلان، اقتصادي او نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې. ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا( دوشنبې) سهار بیا سره وویني."
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې دا نه وه څرګنده چې د نن ورځې د خبرو برخوال به څوک وي. له مخکې نن دوشنبې په برلین کې د زیلینسکي کتنه د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره پلان شوې ده.
د شلو مادو پلان وروسته له هغې هغه مهال راڅرګند شو چې اوکراین او اروپايي ملاتړو یې د واشنګټن د وړاندیزشوي د ۲۸ مادو د پلان پربدیلو وړاندیزونو کارپیل کړ. دوی د متحدو ایالتونو پلان چې د مسکو له ځینو دریځونو سره یې ورته والی درلود، په پراخه کچه د روسیې په ګټه بللی و.
په مراکش کې د سختو بارونونو او سیندونو له امله لږترلږه ۳۷ کسان مړه شوي
په مراکش کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د مراکش د اتلانتيک په ساحلي ولایت آسفي کې رامنځته شوې، چې د پلازمېنې رباط په جنوب شاوخوا ۳۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د رویترز د راپورله مخې د آسفي په زاړه ښارکې یوازې یو ساعت سخت باران کورونه او دوکانونه تر اوبو لاندې کړل، موټرونه یې له ځان سره یو وړل او د شاوخوا سیمو ګڼ سړکونه یې بند کړل.
مراکش د اطلس په غرونو کې سخت بارانونه او واورې داسې مهال تجربه کوي چې په دې هیواد کې اوه کاله پرله پسې وچکالۍ ځینې مهم بندونه تش کړي وو.
سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي
د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.
استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.
ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.
پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.
حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی
د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي.
فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې.
اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی.
د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.
دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.