د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

چین: امریکا دې پر ایران د "زیات فشار اچولو" له میتودونو کار نه اخلي


د امریکا او چین ګډ بیرغونه
د امریکا او چین ګډ بیرغونه

د واشنګټن او تهران ترمنځ د پوځي شخړې د پېښېدو د اندېښنو په اوج کې د چین حکومت امریکا ته خبرداری ورکړی چې پر ایران دې د "زیات فشار اچولو" له میتودونو کار نه اخلي.

د چین د دولتي شورا مشر، وانګ یې نن، د جون په اتلسمه په پيکنګ کې د سوريې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

هغه پر ایران هم غږ وکړ چې د هغې موافقې په چوکاټ کې باید عمل وکړي چې له نړیوالو سره یې د خپلو اټمي هڅو په اړه کړې ده.

وانګ یې وویل:"موږ پر ټولو خواوو غږ کوو چې زغم وکړي او داسې ګام دې نه پورته کوي چې په سیمه کې کړکېچ زیات کړي."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ایران سره له اټمي موافقې چې ایران یې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې د اټمي پروګرام له پراختیا منع کاوه، ووت.

واشنګټن تېره اوونۍ د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو سترو بېړیو د حملې پړه پر تهران ور واچوله خو تهران په شدت رد کړه.

XS
SM
MD
LG