د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

امریکا په عمان خلیج کې پر دوو کښتیو یو ځل بیا د برید تور پورې کړ


په عمان خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ
په عمان خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ

د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړي دي.

د امریکا پوځ پرون دوشنبه دغه تازه تصاویر چې د ایران له خوا پر دوو ټانکر کښتیو د برید ادعا تأییدوي، خپاره کړل.

ډېری دا تصویرونه د امریکا د سمندري ځواک د یوه هلیکوپټر له خوا اخیستل شوي او ظاهراً ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيي.

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

همداراز پنټاګون پرون اعلان وکړ چې پر دې کښتیو د حملې له کبله منځني ختیځ ته زر تنه اضافي سرتېري استوي.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان
د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان

منځني ختیځ ته د امریکایي نورو سرتېرو د استولو تر اعلان وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني نن وویل چې ایران له هېڅ یوه هېواد سره د جګړې غوښتونکی نه دی.

روحاني په هغې وینا کې چې نن په ژوندۍ بڼه د ایران د دولتي ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې د هېڅ هېواد پرضد جګړه نه پیلوي او زیاته یې کړه چې هغوی چې له موږ سره مخامخ دي، یوه ډله سیاستوال دي چې ډېره کمه تجرله لري.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې د امریکایانو ټولې هغه هڅې او هیلې چې غواړي زموږ اړیکې له ټولې نړۍ سره وشلوي او ایران په انزوا کې وساتي، ناکامې شوې دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې ایران د امریکا د سایبري یا انټرنټي جاسوسۍ شبکې په اړه چې وایي، نوې یې کشف کړې، ویلي چې د دې کشف په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې یو شمېر جاسوسان هم نیول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې CIA چلوله.

دا تور پرون د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ولګاوه او دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ایران اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې ترینګلې شوي دي.

IRIB دولتي چېنل پرون د جون په ۱۷مه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي ادارو د سایبري جاسوسۍ ډېره پېچلې شبکه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د CIA د عملیاتو لپاره مهمه وه، کشف کړې او ویجاړه کړې ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني

شمخاني ویلي چې ایراني چارواکو د دې شبکې په اړه له خپلو متحدانو څخه معلومات ترلاسه کړل او په نتیجه کې یې د CIA دا جاسوسان نیولي دي.

امریکایي چارواکو د ایران د دغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG