د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۳

ایران پلوو حوثي یاغیانو ویلي چې پر سعودي عربستان یې د بې پیلوټه الوتکو برید کړی


ارشیف، د حوثي یاغیانو یو انځور
ارشیف، د حوثي یاغیانو یو انځور

ایران پلوو حوثي یاغیانو ویلي دي چې پر سعودي عربستان یې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یو بل برید کړی دی چې په عین حال کې سعودي عربستان ویلي، دا الوتکه یې ویشتلې ده.

د حوثي یاغیانو اړوند المسیره خبري چینل تېره شپه ناوخته اعلان وکړ چې دې ډلې پر سعودي عربستان د بې پیلوټه الوتکو په وسیله حمله کړې ده.

د حوثي یاغي ډلې ویاند یحیی الساري ویلي، دا حمله د چهارشنبې په ورځ شوې او د جیزان او ابحا هوايي ډګرونه پکې په نښه شوي دي.

دې ډلې ویلي چې دې بې پیلوټه الوتکې د ابحا پر هوايي ډګر یو کروز میزائیل توغولی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې جګړه کوي، نن سهار اعلان وکړ چې د ابحا سیمه ییز هوايي ډګر ته نږدې یوه بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې او نسکوره کړې یې ده، خو د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي په خپل بیان کې د حوثي ډلې ادعا ته اشاره نه ده کړې.

سعودي عربستان تأیید کړې ده چې په دې حمله کې ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان بیرغ
د سعودي عربستان بیرغ

په همدې حال کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان نن سهار وویل چې د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو ټانکري کښتیو د پنجشنبې د ورځې حمله ایران کړې.

بن سلمان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، ایران پر دې کښتیو چې یوه یې جاپانۍ وه، دا حمله داسې مهال وکړه چې د جاپان صدراعظم شینزو ابې په تهران کې و او د ده په وینا ایرانیانو حتی د ابې د سفر درناوی هم ونه کړ.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران پر وړاندې قاطع دریځ خپل کړي.

ده زیاته کړه چې هېواد یې جګړه نه غواړي، خو د سعودي خلکو، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ګټو ته د هر راز ګواښ پر وړاندې به لازم اقدام وکړي.

د سعودي ولیعهد پر سعودي عربستان د ایران پلوو حوثي یاغیانو د بې پیلوټه الوتکې وروستۍ حملې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ډلې دا او مخکنۍ حملې د ریاض د هغې غوښتنې اهمیت تأییدوي چې نړیواله ټولنه باید د ایران پرضد قاطع دریځ ونیسي.

له بلې خوا د هغې ناروېژۍ کښتۍ عمله د متحده عربي اماراتو دبۍ ښار ته رسېدلې چې د عمان په خلیج کې چاودنه پکې وشوه او اور یې واخیست.

دا کښتۍ دوه ورځې په ایران کې وه او یوه بله کښتۍ چې په هغه کې هم په همدې ورځ چاودنه شوې وه، د متحده عربي اماراتو سواحلو ته رسېدلې ده.

متحده ایالاتو پر دې کښتیو د حملې پړه پر ایران اچولې او ویلي یې دي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ماینونه پکې ځای پرځای کړي او الوځولې یې دي.

تهران دا تورونه رد کړي او برعکس د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره تورنوي چې د ایران له خوا د وېرې د خورولو کمپاین یې پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG