د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د انتخاباتو کمېسیون: ښځې دې په انتخاباتو کې پراخ ګډون ته وهڅول شي


ارشیف، ځينې افغان مېرمنې د رأیې اچونې په یوه مرکز کې
ارشیف، ځينې افغان مېرمنې د رأیې اچونې په یوه مرکز کې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په شرایطو له برابرو ښځو غواړي چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د تقویتي نوم لیکنې لپاره د ښځو د هڅونې په هدف د حکومتي او غیر حکومتي بنسټونو د جندر له مسؤلینو سره د همغږۍ یوه ناسته جوړه کړه.

د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د ناستې له ګډونوالو او خلکو وغوښتل چې په دغې پروسه کې د ښځو د ګډون لپاره همکاري وکړي.

اغلې نورستانۍ وویل: د افغانستان له ټولو ښځو مې هیله ده چې خپل دوستان وهڅوي چې نومونه ولیکي، څو وکړای شي چې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه چې تل ډېره وه، بیا هم ډېره شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تقویتي نوم لیکنې لړۍ د جوزا په ۱۸مه په ټول افغانستان کې پیل کړې چې د سرطان تر اتمې به دوام وکړي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تقویتي نوم لیکنې له پروسې د جوزا تر شپږ ویشتمې پورې په ۳۳ ولایتونو کې ۳۴۵۰۰ نارینه‌وو، ۱۷۴۰۰ ښځو او ۴۴۸ کوچیانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

دغه کمېسیون وايي، په غزني ولایت کې د نوم لیکنې په پروسه کې ۳۰۰۰ کسانو نومونه لیکلي چې ۹۰۰ په کې ښځې دي.

خو ښځې به دا ځل هم په راتلونکو انتخاباتو کې په پراخه توګه ګډون وکړي؟

پر انتخاباتو د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو بې باوري په افغانستان کې د دغې پروسې پر وړاندې د ښځو د لږ ګډون اساسي لامل ګڼل کېږي.

یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو پر پروسه باور نه لري.

دې وویل: دغه پروسه شفافه نه ده، ځکه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې مو ولیدل څه چې موږ غوښتل، هغسې ونه شول او ښايي ولسمشریز انتخابات هم هماغه شان وي، په دې پروسه مې سل په سلو کې باور له لاسه ورکړی، تذکره لرم، سټیکر مې پرې لګولی، خو رأیې نه ورکوم.

د انتخاباتو پر پروسې د خلکو پر بې باورۍ سربېره ناامني، بې سوادي، بې خبري، ناوړه دودونه او په تمصمیم نیوونکو چارو کې د ښځو د خپلواکۍ نشتوالی په تقویقي نوم لیکنه کې د ښځو د کم ګدون نور عمده لاملونه ګڼل شوي.

د کابل ښار په الفتح لېسه کې د نوم لیکلو یوې مسؤلې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په دغه پروسه کې د ښځو ګډون پیکه ګڼي او وایي: زموږ مراجعین هره ورځ توپیر لري، خو د تېرې پروسې په پرتله د ښځو شمېر لږ دی.

دا په دغه پروسه کې د ښځو د لږ ګډون دلیل د تېر کال په نوم لیکنه کې په ډېر شمېر د ښځو ګډون ګني.

ارشیف، د رأیې اچونې په یوه مرکز کې د افغان ښځو یو انځور
ارشیف، د رأیې اچونې په یوه مرکز کې د افغان ښځو یو انځور

له بلې خوا د تقویتي نوم لیکنې د پروسې یوه ګډونواله زینب وايي چې اتلس کلنه شوې او غواړي چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره خپل نوم ولیکي.

دې وویل: نن د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په خاطر راغلې یم چې غواړم پرتذکره سټیکر ولګوم، دا یوه ملي پروسه ده، ټولو خلکو او په تېره له ښځو غواړم چې راشي او خپل نومونه نثبت کړي.

د ښځو یوه فعاله روشن څېړن وايي، د نوم ثبتولو په پروسه کې د ښځو د ګډون لپاره پکار ده چې د ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي.

دا زیاتوي: د دې لپاره چې ښځې خپلې رأيې وکاروي، باید ځیني ځانګړي تدابیر ورته ونیول شي، د مثال په توګه د تذکرو لپاره یې باید یو میکانیزم جوړ شي چې تذکرې واخلي او کوم حساسیتونه چې د ناوړه دودونو له امله موجود دي، پر هغو دې فکر وشي او بیا دې محلونه وټاکل شي.

مېرمن څېړن ټینګار کوي چې که د ښځو ستونزو ته اساسي رسېدنه ونه شي، ګرانه به وي چې ښځې وتوانېږي د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG