د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره تقویتي نوم لیکنه پیل شوه


په کابل کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې یو انځور
په کابل کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې یو انځور

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۳۳ ولایتونو کې د رأیې ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې او په غزني کې یې بیا د عمومي نوملیکنې پروسه پیل کړه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تقویتي نوم لیکنې د پروسې له پیل سره د څار د بنسټونو، عالمانو او خلکو د همکارۍ غوښتونکی شو.

د دغه کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د تقویتي نوم لیکنې پروسه د شنبې په ورځ په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د یاد کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د دغې پروسې په پرانيسته کې د رأیې ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې پیل یو ښه فرصت یاد کړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیسه حوا علم نورستانۍ

ده وویل:

"دا پروسه له نن یعنې د جوزا له ۱۸مې د سرطان تر ۸مې نېټې د سهار له اوو تر د مازیګر څلورو بجو په مرکزونو، ښارونو او ولسوالیو کې پیلېږي، دا د هغو په شرایطو برابرو نوم لیکونکو لپاره ښه فرصت دی چې مخکې یې نوم لیکنه نه وه کړې او نومونه یې د رأیې ورکوونکو په نوملړ کې شامل نه وو."

د تقویتي نوملیکنې پروسه په ۳۳ ولایتونو کې په ۴۵۸ مرکزونو کې خو د غزني ولایت په ۲۴۷ مرکزونو کې په عمومي ډول پیل شوه.

​د غزني ولایت د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د رأیې ورکوونکو پروسه نه وه ترسره شوې.

مېرمن نورستانۍ وویل، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې په دغې پروسې ۲۳ ميلیونه ډالر لګښت راځي.

له دې سره د دغه کمېسون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وویل چې د امنیتي بنسټونو په همغږۍ د دغې پروسې حساس مواد د ټولو ولایتونو ۴۰۸ مرکزونو ته استول شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ په دغه پروسه کې په شرایطو برابر هغه رأیې ورکوونکي چې تېر کال د نوم لیکنې له پروسې پاتې وو، هغه کسان چې تازه ۱۸ کلن شوي، هغه افغانان چې له بهره راستانه شوي او د کومو کسانو چې پېژندپاڼې سوځېدلي او یا ورکې شوې وي، شامل دي.
بریالی په شرایطو برابر یو رأيې ورکوونکی دی چې د نوم لیکنې د تقویتي پروسې له پیل وروسته یې د کابل په نادریه لېسه کې نوم لیکنه وکړه.

ده وویل:

"مخکې مې نوم لیکنه نه وه کړې، ځکه پېژندپاڼه مې ورکه شوې وه، نوې پېژندپاڼه مې واخیسته، د همدې لپاره مې سټيکر پرې ولګاوه، موږ غواړو چې دا پروسه شفافه وي، زموږ رأیې وشمېرل شي او د خلکو له رأیو ناسمه استفاده ونه شي."

آرشیف، د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې یو انځور March 31 2014
آرشیف، د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې یو انځور March 31 2014

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېر کال په پارلماني انتخاباتو کې د ګډون په هدف له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې نهه ميلیونه او پنځه سوه زرو کسانو نوم لیکنه کړې وه.

خو پر انتخاباتو د څار بنسټونه په ځانګړې توګه د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا په روان کال کې د دغې پروسې د ترسره کولو په اړه اندېښمن دی.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه رسنیو ته وویل:

"موږ د څار د یو بنسټ په توګه اندېښمن یوو، هم د دغې پروسې د شفافیت د میکانیزم او هم د عامه پوهاوي د پروګرامونو په اړه."

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون چارواکي وایي، د نوم لیکنې پروسې له پیل سره هم مهاله د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په منظم ډول پیلېږي.

ټاکل شوې چې ولسمشریز انتخابات د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه وشي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ ورکوي چې دا انتخابات به په بشپړ چمتووالي او شفاف ډول ترسره شي.

XS
SM
MD
LG