د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د تقویتي نوم‌لېکنې د بهیر څرنګوالی


ارشیف، په کندهار کې د رای ورکونې یو مرکز
ارشیف، په کندهار کې د رای ورکونې یو مرکز

د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونو د دې اوونۍ بحث مو د تقویتي نوم‌لېکنې بهیر څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پيل کړی.

بل‌خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د تقویتي نوم‌لېکنې د پروسې د اړوندو شکایتونو او اعتراضونو ثبتول ېې پیل کړی دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د تقویتي نوم‌لېکنې بهیر چې د جوزا په ۱۸مه پيل شوی، شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، تقویتي نوم‌لیکنه په ۴۸۵ مرکزونه کې پیل شوی چې یوازې ۲۴۷ یې په غزني ولایت کې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له دغو ټولو مرکزونو یې ۵۰ د بېلابېلو عواملو له امله تړل شوي دي.

دا پروګرام د ازادي راډیو خبریال رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG