د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

کندز کې خلک: د ټاکنو کمېسیون د عامه پوهاوې برخې ته جدي پام نه‌کوي


د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي برخې ته جدي پام لرنه نه‌لري ځکه په دغه ولایت کې د نوم‌لېکنې تقویتي بهېر له څلورو ورځو راهیسې پیل شوی، خو لا تر اوسه خلک له دې بهېره خبر نه‌دي.

د دې ولایت د «کله مناره» د سیمې یو تن اوسېدونکي علي خان په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:"خلک تراوسه معلومات نه‌لري او هغه کسان چې له نورو ولایتونو او یا بهره راغلي او یا چا چې خپلې تذکرې ورکړي دي، دوی هېڅ معلومات نه‌لري چې دوی چېرته لاړ شي چې خپله نوم‌لېکنه وکړي."

دوی ټېنګار کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په‌دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي چې د خلکو باور پر دغه ملي بهېر زیات شي، څو خلک د نوم‌لېکنې په بهېر کې په پراخه پېمانه برخه واخلي.

د کندز ښار د «چله مزار» د سیمې یو تن اوسېدونکي عبدالغفار وفا په‌دې اړه وویل:"نن موږ خبر شو چې په کندز کې د نوم‌لېکنې تقویتي بهېر پیل شوی، مګر موږ تراوسه دغه مرکز نه دی لېدلی او په‌دې هم نه پوهېږو چې په کندز کې څو مرکزونه دي او په کوم ځایونو کې دي، که په‌دې اړه پوهاوی ورنه‌کړل شي، د ټاکنو بهېر به همداسې ټکنۍ وي. "

دوی زیاتوي چې لا تر اوسه معلومات نه‌لري چې په‌دې ولایت کې د رأی ورکونو د نوم‌لېکنې څو مرکزونه موجود دي او کومو ځایونو ته د نوم لیکنې لپاره ولاړ شي.

د دغه ولایت د «سې درک» د سیمې یو تن اوسېدونکي غلام محمد په دې اړه یې وویل: "زه خبر نه یم چې موږ چېرته ثبت نام وکړو او چېرته ولاړ شو، نو دولت باید کوښښ وکړي چې په‌دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو خلک د نوم‌لېکنې مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې تذکرې سټېکر کړي."

بل‌خوا په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر چارواکي وايي چې دوی د نوم‌لېکنې تقویتي بهېر او دغه راز په راتلونکو ټاکنو کې د خلک د پراخ ګډون لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړې او هره ورځ د دوی مبلغان د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي.

په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس نورالدین فطرت
په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس نورالدین فطرت

په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس نورالدین فطرت په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"زموږ عامه پوهاوی جریان لري او هر سهار زموږ لس تنه نارینه او لس تنه ښځینه مبلغان له خلکو سره غونډې کوي، څو خلک نوم‌لېکنه وکړي او زموږ ثبت نام په شدت سره روان دي او انشاء الله دغه ستونزه په ژر تر ژره حل شي. "

خلک په‌داسې حال کې په‌دې اړه خپلې انديښنې مطرح کوي چې د جوزا میاشتې په ۱۸مه نېټه د نوم‌لېکنې تقویتي پروسه پیل شوې او د سرطان میاشتې په ۸ مه نېټه پای ته رسېږي او که په‌دې شل ورځو کې که چا نوم لېکنه وکړه، ښه ، ترښه او که‌نه د روان کال د میزان میاشتې په ۶ مه نېټه په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډونه بې برخې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG