د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

انتخاباتو کمېسیون: لا تر اوسه له ۱۵ زره زیاتو کسانو تقویتي نوم‌لېکنه کړې


آرشیف، په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکنې د پروسې یو انځور. April 23, 2018
آرشیف، په هرات کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکنې د پروسې یو انځور. April 23, 2018

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم د تقویتي نوم‌لېکنې په بهیر کې اړوندو ادارو لازمه همکاره نه‌ده کړې، خو په‌دغه پروسه کې د خلکو ګډون د پام وړ دی.

د دغه کمېسیون د دارلانشاء رئیس حبیب‌الرحمن ننګ د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو په ملي غونډه کې چې د سیاسي ګوندونو، د انتخاباتو د څار نړیوالو او کورنیو بنسټونو استازو په‌کې برخه درلوده وویل چې تر پرونه د ۱۵ زرو په شاوخوا کې کسانو نوم‌لېکنه کړې.

نوموړي زیاته کړه:"په ټوله کې د ۱۵ زرو په شاوخوا کې کسانو تقویتي نوم‌لیکنه کړې، انشاءالله دغه ارقام به نن ډېر لوړ وي."

نوموړی زیاتوي چې په‌دغو کسانو کې ۹۳۵۸ نارینه، ۴۵۰۰ زره ښځې او ۱۱۳ کوچیان دي.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د تقویتي نوم‌لېکنې پروسه د جوزا په ۱۸مه پيل او شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په ټول افغانستان کې په ۴۵۸ مرکزونو کې چې یوازې ۲۴۷ یې په غزني ولایت کې دي خلک نوم‌لیکنه کوي.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې له دغو ټولو مرکزونو نه یې ۵۰ مرکزونه د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي او دغه شان د بادغیس په بالامرغاب او د تخار په خواجه غار ولسوالیو کې د تقویتي نوم‌لېکنې مواد د جګړو له امله سوځېدلي دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون رئیسې زهرا بیان شینوارې په همدې غونډه کې وویل، له کابل څخه پرته تراوسه په ټول افغانستان کې په‌دې اړه شکایتونه نه‌دي ثبت شوي.

نوموړې وايي: "د نوم‌لېکنې له پیله تردې مهاله په ۳۳ ولایتونو کې د نوم‌لیکنې په اړه هېڅ شکایت نه‌لرو، یوازې په کابل کې ۴۱ شکایتونه ثبت شوي، منتظر یو چې نور شکایتونه هم ثبت شي او بیا به دې قانون په چوکاټ کې وڅېړل شي."

په ورته وخت کې په غونډه کې د ځینو سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو د څار بنسټونو استازو په‌دغه نوم‌لېکنه او د انتخاباتو ته د چمتوالي په پڅ بهیر انتقاد وکړ.

د حزب اسلامي استازی عبدالستار خواصي
د حزب اسلامي استازی عبدالستار خواصي

د حزب اسلامي استازي عبدالستار خواصي وویل چې نوم‌لېکنه ناقصه ده باید راتلونکي انتخابات په بایومټریک سیسټم ترسره شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده وايي، انتخاباتو ته وخت کم، د کمېسیون سست کارونه او د نړیوالې ټولنې مبهم همکاري، راتلونکي انتخابات له ستونزو سره مخ کولای شي.

بل‌خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست انتخابات چې د میزان په شپږمه کېږي، د چمتوالي کارونه له مهالویش سره سم روان دي.

XS
SM
MD
LG