د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د ایران حکومت د واشنګټن او تهران ترمنځ د جاپان منځګړیتوب رد کړ


تهران خپل عکس‌العمل په‌داسې حال کې ښيي چې د جاپان صدراعظم د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب د احتمال خبره کړې او ویلې یې دي چې تهران ته به سفر وکړي.
تهران خپل عکس‌العمل په‌داسې حال کې ښيي چې د جاپان صدراعظم د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب د احتمال خبره کړې او ویلې یې دي چې تهران ته به سفر وکړي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې په تېرو څو ورځو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ کوربه و او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د ایران له مشرانو سره وګوري.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ پر ځای دی، خو تهران وايي له امریکا سره مذاکرات نه‌لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د منځګړیتوب د احتمال خبره هم کېږي او جاپان په‌دې برخه کې رول لوبولو ته چمتوالی ښودلی دی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې د منځګړیتوب لپاره اړتیا نه‌ویني.

د ښاغلي موسوي په وینا، ایران دا مهال د جګړې یا کړکېچ اندېښنه نه‌لري.

موسوي زیاته کړه: "موږ دا مهال د ترینګلتیا، جګړې یا هر نوم چې ورکوئ، احساس نه‌لرو او که داسې تصور هم واوسي، نو داسې څه دي چې نورو رامنځته کړي."

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، تهران ته د جاپان د صدراعظم شینزو ابې د سفر دقیقه نېټه لا نه‌ده مشخصه شوې.

ټاکل شوې چې د جاپان صدراعظم به په‌دې سفر کې د ایران له رهبر علي خامنه‌اي او د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي و، په‌دې باور دی چې ایران د خبرو اترو غوښتونکی دی او که داسې وي، متحده ایالات هم خبرې اترې کول غواړي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ توکیو کې ویلي و، په ایران کې د رژیم بدلون نه‌غواړي، بلکې غواړي چې دا هېواد اټمي وسلې ونه‌لري.

کله چې امریکا تېر کال د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوې اټمي تړون ووتله، ولسمشر ټرمپ بېرته پر ایران بندیزونه ولګول.

د ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لاسلیک شوي اټمي تړون نورو پنځو غړو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې ویلي دې تړون ته به ژمن پاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، تمه لري چې اروپا به تهران سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

امریکا غواړي ایران د یو نوي توافق لپاره خبرو ته چمتو کړي.

د تهران له‌خوا؛

  • د یورانیمو د غني کولو په ټپه درول.
  • په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس اخیستل.
  • له سوریې ځواکونه ایستل.
  • او په مجموعي توګه د ایران د چلند بدلول د د واشنګټن شرطونه دي.

خو ایران وايي، د امریکا له‌خوا ایښودل شوي شرطونه ورته د منلو نه‌دي.

XS
SM
MD
LG