د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

روحاني: ایران به امریکا ته تسلیم نه شي، که بمباري هم پرې وشي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې هېواد به یې امریکا ته تسلیم نه شي، حتی که بمباري پرې هم وشي.

ولسمشر حسن روحاني وویل چې ایرانیان به سختې ورځې وزغمي خو فشار ته به هېڅ کله تسلیم نه شي.

د ایران د رسمي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې، ښاغلي روحاني پرون پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا په دوهمه نېټه د ۱۹۸۰- ۱۹۸۸ کلونو ترمنځ د ایران او عراق د جګړې د کلیزې په ویاړ غونډې ته په وینا کې وویل چې ایرانیان له خپلې خپلواکۍ او عزت څخه حتی که یې پر هېواد بمباري هم وشي، نه تېرېږي.

د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ یو کال مخکې وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې ووت.

متحدایالاتو له همغه مهاله پر ایران لفظي حملو ته زور ورکړ او هغه بندیزونه یې بیا پرې ولګول چې د اټمي موافقې له مخې لغوه شوي وو.

د فارس د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، پرون له دې مخکې د ایران د وسله والو قواوو لوی درستیز محمد باقري خبرداری ورکړ چې ایران به د دښمن هر راز یرغلیز عمل ته کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د ایران د وسله والو قواوو لوی درستیز محمد باقري
د ایران د وسله والو قواوو لوی درستیز محمد باقري

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلی، پرون له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې د امریکا د یرغل او تشدد د اقداماتو د مخنیوي په برخه کې ګام واخلي.

فارس خبري آژانس د ښاغلي ظریف له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، اوس مهال سیمه په یوه حساس حالت کې ده او په سیمه کې خورا زیات خطرناک اقدامات کېږي نو ځکه د ظریف په وینا، له ګاونډیانو سره سلامشورو ته اړتیا لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په یوه بیان کې ویلي دي چې د سیمې حالات ډېر نازک دي او روانې ستونزې باید له سوله ییزې لارې حل شي.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون پر امریکا تور ولګاوه چې د ایران پر وړاندې پارونې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې واشنګټن د بندیزونو د بیا لګولو، په سیمه کې د خپل پوځي حضور د پیاوړي کولو او د لفظي حملو په وسیله تهران مستقیم تقابل ته پاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د روېټر خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د ۵۰۰۰ اضافي سرتېرو د استولو پر پلان غور کوي.

د دفاع وزیر پاتریک شاناهان هم تأیید کړې چې پنټاګون په دې اړه غور کوي خو د اضافي پوځيانو شمېر یې ونه ښود.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون شپه په سپينه ماڼۍ کې د څرګندونو پرمهال وویل، دی فکر نه کوي چې امریکا به د ایران پرضد منځني ختیځ ته د نورو سرتېرو استولو ته اړتیا ولري، خو ده زیاته کړه چې په دې اړه غور د ده غوښتنه وه.

XS
SM
MD
LG